د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ د لوڅو فلمونو اداکارې ته د پېسو ورکولو د ادعا په قضیه کې محکمې ته حاضر شو


د امریکا مخکنی ولسمشر او د ۲۰۲۴ کال ټاکنو ته کاندید دونالډ ټرمپ
د امریکا مخکنی ولسمشر او د ۲۰۲۴ کال ټاکنو ته کاندید دونالډ ټرمپ

د متحدو ایالتونو مخکنی ولسمشر دونالډ ټرمپ نن دوشنبه اپریل ۱۵ (حمل ۲۷) د لوڅو فلمونو یوې کارکوونکې ته د پېسو ورکولو د ادعا په قضیې کې د نیوریارک یوې محکمې ته حاضر شو.

په دونالډ ټرمپ تور دی چې سټورمي ډانیلز ته یې پېسې ورکړې وې چې له ټرمپ سره د خپلو نامشروعو اړیکو په اړه خبرې ونه کړې.

دا د متحدو ایالتونو په تاریخ کې لومړی ځل دی چې د جمهوري ریاست یو کاندید او مخکنی ولسمشر محکمې ته وړاندې کېږي او که جرم پرې ثابت شي، د زندان له خطر سره هم مخامخ کېدای شي.

ټرمپ تېره اوونۍ وویل: «تر دې مخکې زموږ په هېواد کې هېڅکله هم داسې کوم څه نه دي شوي... د دوشنبې په ورځ به زه مجبور یم چې د یو متناقض او فاسد قاضي، چې له ماسره یې نفرت حد او اندازه نه لري، په مخکې کېنم.»

د دغې محکمې قاضي هوان مارچن ویلي دي: «مهمه ده چې منصفه پلاوی دا تضمین ورکړي چې خپل هر ډول احساسات او تبعیض به یوې خواته ږدي او د شواهدو او قانون په اساس به پرېکړه کوي.»

ټرمپ تورن دی چې د ۲۰۱۶ کال تر انتخاباتو مخکې یې د لوڅو فلمونو اداکارې سټورمي ډانیلز ته ۱۳۰زره ډالر ورکړي وو، چې غلې پاتې شي. ډانیلز ادعا کړې ده چې ټرمپ له هغه سره جنسي اړیکه لرله.

یوه بله امریکایي مډله کارن مکدوګل هم ادعا کوي چې ټرمپ تر جمهور رئیس کېدو مخکې له هغې سره څو میاشتې جنسي اړیکې لرلې.

هغه دا ادعا هم کوي چې یوې خپرندویې ادارې په ۱۵۰زره ډالرو د هغې د هغې مقالې د خپرېدو حق او امتیاز اخیستی چې په کې له دونالډ ټرمپ سره د جنسي اړیکو مسائیل بربنډ شوي. کارن مکدوګل ادعا کوي چې دې خپرندوی بیا د ټرمپ په دستور دا مقاله خپره نه کړه.

ټرمپ د ډانیلز او مدوګل د ادعاوو په ګډون په ځان لګېدلي ۳۴ تورونه رد کړي دي. څارنوالان به هڅه وکړي چې قاضي ته قناعت ورکړي چې دونالډ ټرمپ جرم کړی دی.په خاص ډول د ډانیلز او مکدوګل په قضیو کې او هڅه یې کړې چې امریکا کې رایه ورکوونکي له دغو دوو ښځو سره، د ادعا له مخې، د هغه د جنسي اړیکو په اړه خبر نه شي.

خو ټرمپ او مدافع وکیلان به یې هڅه وکړي چې قاضي ته وايي دغو ښځو ته پېسې د دې لپاره نه وې ورکړل شوې چې د ۲۰۱۶ په انتخاباتو کې د دې قضیې د اغیز مخه ونیسي، بلکې دا پېسې د شخصي معلوماتو د نه خپرولو په بدل کې ورکړل شوې وې.

په محکمې کې به ځینې شاهدان هم حاضر وي. باید د منصفه پلاوي ۱۲ غړي په دې قضیې کې یو نظر ولري چې یا ټرمپ د دغو تورونو په اساس مجرم وپېژني او یا هم برات ورکړي. که په دغو ۱۲ غړیو کې یې یو هم مخالف نظر ولري، نهايي پرېکړه نه شي کېدای.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG