د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ:د جورجیا په ایالت کې ځان مقاماتو ته سپارم چې ومې نیسي


په ټرمپ او ملګرو یې تور دی چې د جورجیا ایالت د جمهوري ریاست انتخاباتو د نتیجې بدلولو کوښښ یې کړی و.
په ټرمپ او ملګرو یې تور دی چې د جورجیا ایالت د جمهوري ریاست انتخاباتو د نتیجې بدلولو کوښښ یې کړی و.

د متحده ایالاتو مخکني جمهور رئیس دونالډ ټرمپ دوشنبه اګست ۲۱ (زمري۳۰) ویلي چې پلان لري د راتلونکې پنجشنبې په ورځ ځان د جورجیا په ایالت کې چارواکو ته وسپاري چې په یوې قضیې کې په رسمي توګه د تورن کیدو له کبله ونیول شي.

ښاغلي ټرمپ چې په څلورو قضیو کې د رسمي تورن کیدو سره سره د راتلونکو جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د جمهوري غوښتونکو تر ټولو مخکښ کاندید دی، پخپلې ټولنیزې شبکې (Truth Social) کې د خپل نیول کیدو خبر ورکړی.

ټرمپ لیکلي: "آیا تاسو باور کوئ؟ د پنجشنبې په ورځ د جورجیا اتلانټا ته ځم چې ونیول شم." د جورجیا په ایالت کې په ټرمپ دا تور دی چې په ۲۰۲۰ کال کې پدې ایالت کې د جمهوري ریاست انتخاباتو د نتیجې بدلولو کوښښ یې کړی و.

دونالډ ټرمپ دا هم لیکلي چې دا رسمي تورونه سیاسي انګیزه لري او د هغه په قول پدې خاطر کیږي چې د بیا جمهور رئیس کیدو څخه یې مخه ونیول شي.

ټرمپ همدارنګه لیکلي چې ټاکل شوې د جورجیا په ایالت کې د ولسوالۍ یوې "سخت دریځې کین اړخې" څارنوالې لخوا ونیول شي.

د ولسوالۍ څارنواله فاني ویلیس د جورجیا ولایت چارواکې دی چې ښاغلی ټرمپ یې رسماً د انتخاباتو د نتیجې بدلولو په قضیې کې تورن کړی.

په همدې حال کې د سي ان ان تلویزیون په یو راپور کې ویلي چې ټرمپ پلان لري د جورجیا ایالت د فولټن ولسوالۍ په زندان کې خپل ځان چارواکو ته د نیول کیدو لپاره وسپاري.

ویل کیږي چې دا نیټه د فولټن ولسوالۍ د څارنوالې د دفتر او د ښاغلي ټرمپ د مدافع وکیلانو تر منځ د پراخو خبر اترو او ټرمپ په خوښې وټاکل شوه.

د ټرمپ د رسمي تورونو په فورمې کې چې ۹۸ پاڼې لري، په هغه او ۱۸ نورو کسانو چې پدې قضیې کې مدعي علیه دي، ۴۱ جنایي تورونه لګیدلي او په ټولو یې تور دی چې په ۲۰۲۰ کال کې پدې ایالت کې د جمهوري ریاست د انتخاباتو د نتیجې بدلولو کوښښ یې کړی و.

د جورجیا په ایالت کې چارواکو د ښاغلي ټرمپ د ځان سپارلو لپاره ټینګ امنیتي تدابیر نیولي دي. په سیمې کې پولیسو ویلي چې د زندان په شاوخوا کې کوڅې به بندې وي.

په مطبوعاتو کې دا هم ویل شوي چې د ټرمپ د خوشې کیدو لپاره به ۲۰۰ زره امریکایي ډالر ضمانت خط واخیستل شي او وړاندې تر دې چې د جورجیا په ایالت کې یې محاکمه کیدل پیل شي، دا شرط به هم پرې کیښودل شي چې په مطبوعاتو کې د ګواښ ورکوونې لپاره لیکنې ونکړي.

د ولسوالۍ څارنوالې میرمن ویلیس مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ او پدې قضیې کې نورو مدعیه علیه کسانو ته د جمعې تر ورځې مهلت ورکړی و که پخپلې خوښې ځانونه چارواکو ته ونه سپاري، د امنیتي ځواکونو لخوا به ونیول شي.

پدې قضیې کې څارنوالانو ویلي چې د ټرمپ او نورو کسانو محاکمه کیدل دې د راتلونکي ۲۰۲۴ کال د د مارچ د میاشتې په ۴ مې پیل شي خو د ښاغلي ټرمپ مدافع وکیلانو بیا د ۲۰۲۶ کال نیټه غوښتې.

دونالډ ټرمپ داسې مهال ځان سپاري چې ټاکل شوې د چارشنبې په ورځ اګست ۲۳ د جمهوري ریاست انتخاباتو ته د جمهوري غوښتونکو ګوند د مخکښو کاندیدانو تر منځ لومړنۍ مباحثه وشي. ټرمپ وار د مخه ویلي چې پدې مباحثې کې برخه نه اخلي.

هغه پخپلې ټولنیزې شبکې ټروټ سوشیل کې ادعا کړې چې د جمهور رئیس په توګه کامیابه سابقه لري، د امریکا په ولس کې ښه محوبیت لري او له همدې کبله به په مباحثو کې برخه وانخلي.

ټرمپ د خپلې دورې د انرژۍ، سرحدي امنیت، پوځ او اقتصاد یادونه کړې او لیکلي یې دي، " ولس پوهیږي چې زه څوک یم او جمهوري ریاست مې څومره بریالی و."

سره لدې چې دا مخکنی جمهور رئیس په څلورو قضیو کې په رسمي توګه تورن دی او فدرالي محکمه پدې هکله پریکړه کوي چې څه وخت محاکمه شي خو د انتخاباتو په هکله په تازه نظر پوښتنې کې معلومه شوې چې ښاغلی ټرمپ د جمهوري غوښتونکو ټولو کاندیدانو څخه وړاندې دی.

تر ټولو تازه سروې چې د سي بي اس شبکې کړې او نتیجه یې د یکشنبې په ورځ خپره شوې پکې ښودل شوي چې ۶۲ په سلو کې خلکو چې پدې نظر پوښتنې کې یې برخه اخیستې ویلي چې په انتخاباتو کې به ډونالډ ټرمپ ته رایه ورکوي.

پدې نظر پوښتنې کې همدارنګه ۱۶ په سلو کې برخې اخیستونکو ویلي چې د فلوریډا والي ران ډيسنانتیس ته به رایې ورکوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG