د لاس رسي وړ اتصالات

څنګه د خپلو غاښونو د ژیړېدو مخنیوی وکړو؟


روغتیا پوهان سپارښتنه کوي چې هر کس باید په هرو شپږو میاشتو کې د غاښونو ډاکټر ته لاړ شي او خپل غاښونه په ښه او اساسي توګه پاک کړي.
روغتیا پوهان سپارښتنه کوي چې هر کس باید په هرو شپږو میاشتو کې د غاښونو ډاکټر ته لاړ شي او خپل غاښونه په ښه او اساسي توګه پاک کړي.

د غاښونو ژېړوالی یو له هغو ستونزو څخه دی چې ډېری کسان دې ته اړ باسي چې د غاښونو ډاکټر ته لاړ شي، پداسې حال کې چې مخنیوی یې ډیر ګران کار نه دی.

د غاښونو ډاکټران کېدای شي ستاسو د غاښونو ژېړوالی د بېلابېلو بهرني او داخلي لاملونو نتیجه وګڼې. بهرني عوامل هغه دي چې د يو بهرني څيز یا توکي سره د تماس له امله د غاښونو رنګ بدلیږي او داخلي عوامل بیا لکه خپله د غاښونو او یا د بدن د نورو غړو ناروغۍ چې د غاښونو د ژیړوالي سبب کېږي.

سګرټ څکول، چای، قهوه او د الکولي توکو څښل او همدارنګه د ځینو رنګینو توکو خوړل، په سمه توګه د غاښونو نه پاکول او برس کول، د نشه یي توکو کارول، د ځینو درملو لکه انټي بیوټیک، د سرطان، الرژۍ او د خپګان ضد درمل خوړل هغه بهرني عوامل دي چې د غاښونو رنګ بدلوي.

همدارنګه د ځينو ناروغيو په تېره بيا د سر، مخ او ستوني د سرطان د درملنې پر وخت چې ناروغ د وړانګو او کيموتراپي سره مخامخ کېږي، د ناروغ کس غاښونه د وړانګو او درملو تر اغېز لاندې زیړ کیږي. سربیره پردې، کله چې میندواره ښځې میندوارۍ پرمهال ناروغه شي، ددغه ناروغۍ له امله ددوی په بطن کې د ودې پر مهال د ماشوم د غاښونو رنګ بدلیږي.

خو ځینې کسان په میراثي ډول ژېړ یا نصواري غاښونه لري او د عمر په تېرېدو سره د غاښونو سپینه طبقه یې له منځه ځي او لاندې یې ژېړ طبقه په تدریجي ډول راڅرګندیزي.

همدارنګه ددې خبرې پرته چې د غاښونو رنګ کومو لاملونو له کبله ژیړ شوي دي، په ډیری مواردو کې کیدای شي چې غاښونه بیرته خپل اصلي رنګ او حالت ته را وګرځي، خو پدې شرط چې علت یې په ګوته شي.

له هغه ځایه چې د روغو کسانو د غاښونو د رنګ بدلون تر ډیره بریده د بهرني عواملو او ورځني عادتونو له امله وي، نو ډاکټران سپارښتنه کوي چې د چای، قهوه، ګاز لرونکو غیر الکولي توکو او د میوو جوس له څښلو او همدارنګه د ځینو خواړو لکه لبلبو، روميان، کچالو او چپس له خوړولو وروسته غاښونه باید په سمه توګه برس شي.‌

د غاښونو ډاکټر سپارښتنه کوي چې هر څوک باید خپل غاښونه په ورځ کې دوه ځله د دوه دقیقو لپاره برس کړي. همدارنګه، پرته له دې چې غاښونه مو خوږي یا نه، باید په منظمه توګه د غاښونو ډاکټر ته مراجعه وکړي، ترڅو د خولې او غاښونو د روغتیا څخه ډاډمن شي.

په یاد مو وي چې په ځینو مواردو کې د غاښونو داغونه ژور وي او یوازې په برس کولو سره له منځه نه ځي. په داسې حالت کې، تاسو باید د غاښونو ډاکټر ته مراجعه وکړئ.

روغتیا پوهان سپارښتنه کوي چې هر کس باید په هرو شپږو میاشتو کې د غاښونو ډاکټر ته لاړ شي او خپل غاښونه په ښه او اساسي توګه پاک کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG