د لاس رسي وړ اتصالات

د ټرمپ د یوې ملکي قضیې محکمه پيل شوې، ټرمپ له شرمه ډکه محکمه بللې


د متحده ایالاتو د مخکني جمهور رئیس دونالډ ټرمپ د یوې ملکي قضیې محاکمه دوشنبه اکټوبر ۲ ( تلې۱۰) د نیویارک په یوې محکمې کې پیل شوه او که هغه او د کورنۍ غړي یې مجرم وبلل شي، د نیویارک په ایالت کې به د کاروبار څخه منع شي.

د محاکمي مشري د نیویارک قاضي ارتور انګورون کوي.

دې قاضي چې دموکرات دی، وار د مخه پخپل حکم کې ویلي چې مخکني جمهور رئیس دونالډ ترمپ او زامنو یې اریک او ډان جونیر په کاروبار کې ټګي برګي کړې او د څو کالونو راپدیخوا یې د مالیې څخه د ځان بچ ساتلو لپاره د ټرمپ سازمان مالي شتمنۍ او نورو جایدادونو ارزښت کم ښودلی.

د ټرمپ پر ضد دا عریضه د نیویارک ایالت لویې څارنوالې لتیشیا جیمز کړې.

د ټرمپ پر ضد په محکمې کې عریضه د نیویارک لویې څارنوالې لتیشیا جیمز کړې.
د ټرمپ پر ضد په محکمې کې عریضه د نیویارک لویې څارنوالې لتیشیا جیمز کړې.

دا څارنواله چې د محاکمې په لومړۍ ورځ په محکمې کې وه، غواړي چې د ټرمپ سازمان د ټګۍ برګۍ له کبله باید ۲۵۰ میلیون ډالر جریمه ورکړي او هم دې پخپله ټرمپ او زامن یې د کورنۍ د سلطنت د مشرۍ څخه لیرې کړل شي.

میرمن جیمز د محکمې پیل کیدو څخه وړاندې خبریالانو ته وویل، " قانون به بریالی شي. مهمه نده چې تاسو څومره زورور یاست، مهمه نده چې تاسو فکر کوئ څومره پیسې لرئ، هیڅوک تر قانون پورته ندي."

سره لدې چې محکمې په مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ دا شرط نه و ایښی چې د محکمې په لومړۍ ورځ دې حاضر وي، خو هغه د خپلو مدافع وکیلانو سره محکمې ته ورغلی و.

محکمې ته تر ننوتلو وړاندې دونالډ ټرمپ خبریالانو ته دا محاکمه "جعلي" وبلله او زیاته یې کړه چې مالي اسناد یې فوق العاده دي.

دونالډ ټرمپ د محکمې یوې وقفې کې چې ډېر په غوصه و، دا محاکمه یې "له شرمه ډکه" وبلله او د نیویارک لویه څارنواله لتیشیا جیمز چې په ښاغلي ټرمپ یې دا عریضه کړې، مفسده وبلله.

ټرمپ وویل، "ساده او ښکاره ده چې دا په انتخاباتو کې لاسوهنه ده. دلته چې مونږ څه لرو دا دي چې په انتخاباتو کې ما ته د زیان رسولو یوه ناکامه هڅه ده".

پدې ملکي قضیه کې د ټرمپ او کورنۍ د غړیو سرنوشت یې د قاضي انګورون په لاسونو کې دی ځکه چې پدې قضیې کې فیصله د منصفه هیت لخوا نه بلکې د قاضي لخوا کیږي.

د نیویارک ایالت دا قاضي دموکرات دی او ښاغلي ټرمپ ورته له وړاندې د "درغل" خطاب کړی او دا یې هم ویلي چې باید له کار کولو څخه منع شي.

ذونالډ ټرمپ د ۲۰۲۴ کال جمهوري ریاست انتخاباتو ته د جمهوري غوښتونکي ګوند تر ټولو مخکښ کاندید دی. که له یوې خوا د دې ګوند کاندیدان په انتخاباتي مبارزو او مباحثو کې اخته دي خو ټرمپ بیا په قانوني قضیو کې ګیر دی.

د تګۍ برګۍ دې قضیې تر څنګ د نیویارک په ایالت کې په ډونالډ ټرمپ دا تور هم دی چې د بربنډو فلمونو یوې هنرمندې ته یې د راز نه افشا کولو په بدل کې پیسې ورکړي.

په ښاغلي ټرمپ بل تور د فلوریډا په ایالت کې دا دی چې د ۲۰۲۰ کال جمهوري ریاست انتخباتو کې تر ماتې خوړولو وروسته یې د حکومت محرم اسناد د ځان سر خپل شخصي استوګنځای ته وړي و او بیا په غیر مناسب ځای کې ساتلي و.

هغه همدرانګه د جورجیا په ایالت کې پدې تورن دی چې د ۲۰۲۰ کال د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې یې په غیر قانوني توګه ددې ایالت د رایو د نتیجې بدلولو کوښښ کړی و.

خو ښاغلی ټرمپ په ټولو قضیو کې ځان بې ګناه بولي او استدلال کوي چې دا ټول پدې خاطر کیږي چې دی پرې نښودل شي بیا په انتخاباتو کې برخه واخلي او جمهور رئیس شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG