د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ په جورجیا ایالت کې چارواکو ته د ځان سپارلو وروسته په ضمانت خوشې شو


د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنحشنبې په ماښام اګست ۲۴ (وږي دوهمه) د جورجیا په ایالت کې د ۲۰۲۰ کال د ولسمشرۍ د ټاکنو د نتایجو د بدلولو په موخه د توطیې جوړولو په تور ځان د پولیسو چارواکو ته تسلیم کړ.

د چارواکو په وینا، ټرمپ د جورجیا مرکز اتلانتا د فولټن په زندان کې په رسمي ډول له نیول کېدو او له نوموړي څخه د تصویر او ګوتو د نښانونو له اخیستلو وروسته په ضمانت خوشې شوی دی.

د ټرمپ وکیلانو ددې اونۍ په پیل کې د جورجیا له څارنوالۍ سره هوکړه وکړه چې نوموړی به له نیول کېدو وروسته په ۲۰۰ زره ډالر ضمانت د محاکمې تر ورځې خوشې کیږي.

دا په تیرو پنځو میاشتو کې څلورم ځل دی چې نوموړی د امنیتي چارواکو له خوا نیول کیږي.

د متحده ایالاتو هیڅ پخوانی ولسمشر تراوسه په جنایي جرمونو تورن شوی نه دی، خو په ټرمپ باندې تراوسه ۹۱ تورونه پورې شوي او په دې تړاو یې څلور ځله ځان چارواکو ته سپارلی دی.

د اتلانتا په هوايي ډګر کې الوتکې ته له پورته کیدو مخکې، ټرمپ خبریالانو ته د خپل نیول کیدو په اړه لنډې خبرې وکړې.

ټرمپ وویل: "دلته چې څه وشول دا د عدالت تر پښو لاندې کول دي. موږ هیڅ غلط کار نه دی کړی. ما هیڅ غلط کار نه دی کړی او ټول پدې پوهیږي... هغه څه چې دوی کوي په ټاکنو کې لاسوهنه ده."

هغه زیاته کړه: "موږ هیڅ غلط کار نه دی کړی، او موږ بشپړ حق لرو چې داسې ټاکنې وننګوو چې موږ فکر کوو ټګي پکې شوې."

ټرمپ د خبریالانو پوښتنو ته له ځواب ویلو ډډه وکړه.

نوموړی د جورجیا په ایالت کې له ۱۳ تورونو سره مخ دی. د جورجیا څارنوالې فاني ویلیس د پنجشنبې په ورځ غوښتنه وکړه چې د ټرمپ او په قضیه کې د ۱۸ نورو تورنو کسانو محاکمه دې د اکتوبر په ۲۳ نیټه پیل شي. ټرمپ او نور تورن کسان کولی شي په دې برخه کې د بدلون غوښتنه وکړي. خو د محاکمې د پیل دقیقه نیټه به د فولټن سیمې عالي محکمه ټاکي.

د دې تورونو سره سره، ټرمپ د ۲۰۲۴ کال د ولسمشرۍ ټاکنو ته د جمهوري غوښتونکو د ګوند مخکښ کاندید دی چې د اوسني ولسمشر او دموکرات نوماند جو بایډن پر وړاندې ودریږي.

په جورجیا کې د تورونو برسېره، ټرمپ په فلوریډا، نیویارک او واشنګټن ډي سي کې له تورونو سره مخامخ دی او مکلف ګڼل کیږي چې د ۲۰۲۴ کال په لومړۍ نیمایي کې څو ځله مختلفو محکمو ته حاضر شي.

ټرمپ په تکرار سره پر ځان لګېدلي تورونه بابیزه ګڼلي او ادعا کوي چې دغه تورونه یې په خلکو کې شهرت نور هم زیاتوي.

د چهارشنبې په ماښام د راتلونکي کال د ولسمشرۍ د ټاکنو دپاره د جمهوري غوښتونکي ګوند د اتو کاندیدانو په لومړنۍ تلویزیوني مناظرې کې ټرمپ برخه نلرله. نوموړي د "ټروت سوشل" په ټولنیزه شبکه کې په خپور کړي یو پیغام کې ادعا کړې چې د ولسمشرۍ یوه بریالۍ دوره یې تېره کړې، په خلکو کې شهرت لري او له همدې کبله د نورو جمهوري غوښتونکو کاندیدانو په مناظره کې برخه نه اخلي.

ټرمپ په لومړي ځل په جورجیا کې د خوشې کېدو په مقابل کې د ضمانت په توګه د پیسو ورکولو ته غاړه کېښوده او دا ژمنه یې هم وکړه چې د ټولنیزو شبکو او نورو لارو به د شاهدانو له ویرولو او تهدیدولو څخه ډډه کوي.

د ټرمپ د جورجیا قضیه تر ډېره د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ په دوهمه د نوموړي په یو ثبت شوي غږیز پیغام پورې اړوند ده په کوم کې چې هغه د دې ایالت د ټاکنو رئیس براډ رافینسپرګر څخه په تلیفوني خبرو کې غوښتنه کوي چې ۱۱،۷۸۰ اضافي رایې "پیدا کړي" ترڅو په دغه ایالت کې له بایډن څخه د نوموړي رایې زیاتي شي. د ۱۹۹۲ راهیسې دا لومړی ځل وو چې د ولسمشرۍ دموکرات کاندید په جورجیا کې بریالی شو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG