د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان تښتول شوی قاضي وژغورل شو- مقامات


آرشیف
آرشیف

پاکستاني مقامات وايي هغه قاضي د تښتوونکو له منګولو څخه ازاد شوی دی چې دوې ورځې مخکې تښتول شوی و.

یو پاکستاني مقام اسوشیتډپرس ته ویلي دي چې قاضي شاکرالله مروت د امنیتي ادارو په عملیاتو کې ازاد شوی دی.

د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو یو مشاور محمد علی اصف هم امریکا غږ ته تائید کړه چې قاضي شاکرالله مروت خوشې شوی دی،‌ خو په دې اړه یې نور معلومات ور نه کړل.

دغه قاضي‌ د شنبې په ورځ د ډیره اسماعیل خان او ټانک ولسوالیو تر منځ په لویې لارې کې د موټر څخه ښکته کړل شوی او وتښتول شو.

په سیمې کې د پولیسو یو چارواکي فهیم خان ویلي چې شاوخوا ۱۵ وسله والو چې په موټر سایکلونو سپاره و، د قاضي شاکر الله مروت موټر یې د سړک پر سر درولی، د هغه موټر ته یې اور اچولی او قاضي یې د ځان سره وړی دی.

پولیسو ویلي چې په پیښه کې د ښاغلي مروت موټر چلوونکي ته زیان نه دی رسیدلی او وسله وال له سیمې تښتیدلي دي. دغه قاضي په جنوبي وزیرستان کې دنده درلوده.

سره له دې چې تر اوسه هیڅ کومې ډلې ددې قاضي د تښتولو ادعا نده کړې خو په یوې ویډیو کې چې د پاکستان د ترهګرۍ ضد چارواکو خپره کړې، قاضي شاکرالله مروت پکې وایي چې د پاکستاني طالبانو غورځنګ یا ټي ټي پي به دی تر هغې خوشې نه کړي تر څو چې د هغوي غوښتنې نه وې منل شوي.

په ویډیو کې دا نده معلومه شوه چې وسله والو قاضي شاکر الله مروت کوم ځای ته وړی و او دا هم نده معلومه چې ایا هغه دا بیان تر فشار لاندې ورکړی که نه.

په ویډیو کې ښاغلی مروت خپلې کورنۍ ته د خپلې سلامتیا ډاډ ورکوي او د پاکستان د سترې محکمې، نورو قاضیانو او ایالاتي حکومت څخه غواړي چې د ټي ټي پي غوښتنې ومني تر څو دی په خوندي توګه خوشې شي. په ویډیو کې د ځینو نورو کسانو غږونه هم اوریدل کیږي خو معلومه نده چې څوک به وي.

سره له دې چې وسله والو تر دې وړاندې معمولاً د پاکستان په امنیتي ځواکونو او تاسیساتو بریدونه کول خو د قاضي مروت په څیر جګپوړي قاضي باندې دا برید غیر معمول بلل کیږي چې ځکه چې ډیری وخت د دې پوړ قاضیان د ټینګو امنیتي تدابیرو سره سفر کوي.

د تښتول شوي قاضي موټر چلوونکي پولیسو ته ویلي چې مروت رسمي جامې اغوستې وې، تښتونکو هغه ته د علاقې ساده جامې په ځان کړلې په موټر ساېکل یې د ځان سره تښتولی. موټر چلوونکي پولیسو ته ویلي کله چې یې د دوي سترګې پرانیستې نو دوي په یو ځنګله کې وو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG