د لاس رسي وړ اتصالات

د فدرال قاضۍ د دونالډ ټرمپ د محاکمې نېټه وټاکله  


د متحدو ایالتونو د فدرال یوې قاضۍ تانیا چوتکان د ۲۰۲۴ د مارچ څلورمه د امریکا د مخکني ولسمشر دونالډ ټرمپ د محاکمې نېټه وټاکله. په هغه تور دی، چې د ۲۰۲۰ د انتخاباتو د نتایجو بدلولو لپاره یې توطیه جوړه کړې وه.

څارنوالانو غوښتل چې د ټرمپ محاکمه د بل کال د جنورۍ په دویمه نېټه پيل شي. منصفه پلاوي د ډسمبر میاشت وړاندیز کړې و او د ټرمپ مدافع وکیلانو بیا له راتلونکو انتخاباتو وروسته د ۲۰۲۶ کال د اپریل میاشت پېشنهاد کړې وه.

خو قاضۍ د دوشنبې په ورځ اګست ۲۸ (وږي شپږمه) په یوې استماعیه غونډې کې ټولې غوښتنې له پامه وغورځولې او نوې نېټه یې اعلان کړه.

دا نېټه د انتخاباتي کمپاینونو وخت دی. دونالډ ټرمپ لا هم د جمهوریت غوښتونکو کاندیدانو په ډله کې تر نورو مخکې دی.

دونالډ ټرمپ متحدو ایالتونو ته د دوکې ورکولو او د تېرو انتخاباتو د نتایجو دبدلولو لپاره د توطیې جوړولو د تور په ګډون له څلورو جنايي قضیو سره مخامخ دی، خو هغه دا ټول تورونه رد کړي او ځان بې ګناه ګڼي.

د ټرمپ مدافع وکیلانو هڅه کوله چې دا محکمه وځنډول شي. دوي وايي چې باید میلیونونه سندونه مطالعه کړي او نورې جنايي قضیې هم شته چې باید مخې ته یوړل شي.

د ټرمپ یو مدافع وکیل جان لاورو د حکومت له لورې ټاکل شوې نېټه «په عدالت ملنډې» وګڼله او ویې چې په تاریخ کې «دومره لویه قضیه» په څلورو میاشتو کې محاکمې ته وړاندې کړل شوې نه ده.

خو قاضۍ چوتکان وویل چې مدعي علیه یو کس دی او تورونه څلور دي چې په خبره یې مدافع وکیلان د قضیې د «تحقیقاتو» او محکمې ته د ځان برابرولو لپاره دوو کالونو ته ضرورت نلري.

دونالډ ټرمپ له دریو نورو جنايي قضیو سره هم مخامخ دی چې محاکمې یې بل کال ته پلان شوي دي.

دی به د بل کال د مارچ په ۲۵ نېټه په نیویارک کې محاکمې ته ځي، په دې قضیې کې دی تورن دی چې د ۲۰۱۶ کال په انتخاباتو کې یې د لوڅو فلمونو یوې ستورې ته یې پېسې ورکړې وې، چې د اړیکو په اړه چاته څه ونه وايي.

د همدغه کال د مۍ په ۲۰ نېټه به دی په فلوریډا کې له دې کبله محاکمې ته وړاندې کېږي چې له ولسمشرۍ وروسته یې هم ډېر محرم اسناد له ځان سره ساتلي وو.

دونالډ ټرمپ د متحدو ایالتونو لومړی ولسمشر دی چې په جنايي تورونو تورن کېږي او که محکوم شي، خپل ټول عمر به په زندان کې تېروي. هغه په ځان لګېدلي ټول تورونه رد کړي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG