د امریکا متحدو ایالتونو د نوي قانون په اساس په دغه هېواد کې د ټکټاک ټولنیزه شبکه د بندېدو له خطر سره مخامخ ده، مګر که د دغې شبکې اصلي شرکت «ByteDance» یې امریکا ته ورپرېږدي.
په لاتویا کې مقاماتو د شنبې په ورځ اپریل ۲۷ (غوايي اتمه) ددغه هېواد له اتباعو وغوښتل چې د خپلو کورونو په ټیټ پوړ کې د بمباریو ضد پټنځایونه جوړ کړي.
په جاپان کې یو ۵۰ کلن کراټه کوونکی توانیدلی هغه دوه ایږې تیښتې ته اړباسي چې پر نوموړي یې برید کړی و.
د بریتانیا په پلازمېنه لندن کې پولیس وايي، د پوځ هغه دوه اسونه یې قابو کړي چې د سهار په ګڼه ګوڼه کې په تېښته بریالي شوي وو.
افغانه ۲۱ کلنه ستایش حیات چې پخوا یې په سینما او تلویزیوني خپرونو کې د لوبغاړي په توګه کار کاوه، اوس په یوټیوب کې د ویډیوګانو خپرول د ځان دپاره د کار روزګار ښه فرصت بولي.
د استرالیا چارواکو د چهارشبنې په ورځ اپریل ۱۷ (وري ۲۹) وویل چې ددغه هېواد په یوه لیرې پرته سیمه کې د شاوخوا ۵۰۰ مړو اسونو له موندلو وروسته، پولیسو او د چاپیریال ساتنې ادارو پراخې پلټنې پیل کړي دي.
په لندن کې د دوو افغان فلمونو ننداره
د هند پولیسو د سه شنبې په ورځ اپریل ۱۶ (وري ۲۸) د یوې وسله والې ډلې دوه غړي ددغه هېواد د سینما د مشهور لوبغاړي سلمان خان په کور د ډزو په تور ونیول.
د کوزې پښتونخوا په لیري پرتو سیمو کې د اختر په ورځو کې ځوانان او مشران له اتڼ سره غاړې کوي. په ژوب کې ځوانان وایي چې ددغه دود د ژوندي ساتلو په موخه غاړې زده کوي او په اختر کې یې زمزمه کوي. زموږ همکار سالمین خپلواک پرې راپور چمتو کړی.
د پلازمینې پاریس یو مقام وايي، وروستیو څیړنو ښودلې ده چې ددغه ښار اوسیدونکي د موټر په پرتله بایسکل د ټرانسپورت یوه ښه وسیله ګڼې.
د بشري حقونو د څار سازمان په ګډون د بشر د حقونو ملاتړو یو شمېر ادارو د پنجشنبې په ورځ اپریل ۱۱ (وري ۲۳) وویل چې د فرانسې د پولیسو د توپیري چلند او نژادي تبعیض د بندولو لپاره یې د ملګرو ملتونو له سازمان څخه مرسته غوښتې ده.
د جاپان یوې مغازې نن وموندله چې د ۱۰ میلیون ین (۶۵ زره ډالرو) یوه پیاله یې غلا شوې ده.
نور پورته کول