د لاس رسي وړ اتصالات

د جاپان له یوې مغازې د ۶۵ زره ډالرو پیاله غلا شوې


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

د جاپان یوې مغازې د پنجشنبې په ورځ اپریل ۱۱ (وري ۲۳) وموندله چې د ۱۰ میلیون ین (۶۵ زره ډالرو) یوه پیاله یې غلا شوې ده.

د ۲۴ قیراطه خالصو سرو زرو جوړه دا پیاله په یو پرانیستي بکس کې د خرڅلاو دپاره ایښودل شوې ده.

دا پیاله، د توکیو د تاکاشیمایا په نوم له یو پلورنځي څخه ورکه شوې، چې د سرو زرو بیلا بیل توکي پلوري.

د تاکاشیمایا یو ویاند وویل، غلا شوې پیاله په دغه پلورنځي کې د شاوخوا زرو پیالو او زینتي توکو ترټولو قیمتي وه.

ویاند وویل: "دا په یو پرانیستي شفاف ښیښيي بکس کې ددې دپاره ایښودل شوې وه چې پیرودونکي یې په اسانۍ سره له نږدې وګوري."

سیمه ییزو رسنیو راپور ورکړی چې په امنیتي کامرو کې یو سړی ښودل شوی چې دا پیاله په خپل کڅوړه کې اچوي او له مغازې څخه وځي. پولیس اوس ددغه کس په لټه کې دي.

د مغازې ویاند وویل چې له دې وروسته به پر خپلو مالونو کلک پام ساتي.

د جاپان ترڅنګ په اروپايي او هېوادونو کې هم وخت په وخت له قیمتي مغازو څخه د غلا پیښې رامنځته کیږي.

د فرانسې پولیسو څو میاشتې دمخه وویل چې وسله والو غلو په رڼا ورځ د پاریس په مرکزي برخه کې د بولګاري په نامه د قیمتي ګاڼو مغازه لوټ کړه او وتښتیدل.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG