د پلازمینې پاریس یو مقام وايي، وروستیو څیړنو ښودلې ده چې ددغه ښار اوسیدونکي د موټر په پرتله بایسکل د ټرانسپورت یوه ښه وسیله ګڼې.
د ټرانسپورټ په څانګه کې د پاریس د ښاروالۍ مرستیال ډیویډ بیلارډ د پنجشنبې په ورځ، د اپریل ۱۱( وري ۲۳مه) د ایکس په ټولنیزې شبکې کې په یو پیغام کې لیکلي: "لس کاله مخکې موږ وویل چې بایسکل به یوه ورځ د موټر څخه مخکې شي [ځای یې] ونیسي او دا دې همداسې وشول."
د پاریس انسټیټوټ چې د ښاري پلان جوړونې یوه موسسه ده، په یو ټول پوښتنې کې موندلې، چې د پلازمینې پاریس ۱۱.۲ سلنه اوسیدونکي بایسکل ته د ټرانسپورټ د یوې وسیلې په توګه ترجیح ورکوي، پداسې حال کې چې د دغه ښار ۴.۳ سلنه نور وګړي، بیا موټر د ټرانسپورټ غوره وسیله ګڼې.
د دې څیړنې موندنې ښيي، چې د پاریس ۵۳.۵ سلنه اوسیدونکي پلي تګ او ۳۰ سلنه نور په ښار کې له یوه ځای څخه بل ځای ته د تګ لپاره مترو او عامه ترانسپورټ غوره ګڼي.
په دې څېړنه کې چې د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر او ۲۰۲۳ کال د اپریل تر منځ ترسره شوې، د ۱۶ او ۸۰ کلونو ترمنځ د پاریس د ښاري سیمو د ۳۳۳۷ اوسېدونکو، تګ راتګ، سفر او ورځنې مجلې څېړل شوي دي.
همدارنګه د اقلیمي بدلون د مخنیوي لپاره ټاکل شوي موخو ته د رسیدو لپاره، د پاریس د ښاروالۍ مسؤلینو د بایسکل چلولو لینونو کې پراخه پانګونه کړې او همدارنګه په دغه ښار کې د موټرو تم ځایونو شمیر مخ په کمیدو دي.
خو ددې ټول پوښتنې د نتیجې سره سره، موټر لاهم د پاریس په شاوخوا سیمو کې د ټرانسپورټ ترټولو عامه وسیله ګڼل کیږي. همداراز تمه کیږي چې د پلازمینې پاریس څخه بهر سیمو ته د مترو لاینونو په غځیدو سره پدې سیمو کې د خلکو تکیه د موټرونو پر کارولو لږه شي.
فورم \ دبحث خونه