د هارورډ معتبر پوهنتون اعلان کړی دی چې د انسان پوټکی یې د هغه کتاب له صحافي او پښتۍ څخه لېرې کړی، چې له څه باندې ۹۰ کالونو راهېسې د دغه پوهنتون په یو کتابتون کې ساتل کېده.
په ۲۰۱۴ کال کې د روح برخلیک «Des Destinées de l'Ame» د کتاب پښتۍ وموندل شوه، دا کتاب په ۱۹مې پېړۍ کې لیکل شوی.
کتاب له مرګ څخه وروسته په ژوند باندې تمرکز کوي. د کتاب پوخ د یوې مړې ښځې له پوټکي څخه جوړ او په کتاب کې ګنډل شوی و.
د هارورډ پوهنتون اوس وايي چې د دغه کتاب پښتۍ یې له کتابتون څخه لېرې کړې او دا کار یې انساني کرامت او وقار ته، چې له پوټکي څخه یې د کتاب پښتۍ جوړه وه، سپکاوی ګڼلی دی.
هارورډ چې په امریکا کې یو لرغونی پوهنتون ګڼل کېږي، په ۲۰۱۴ کې یې د دغه کتاب په پوځ باندې د انسان د پوټکي موندل «د انسان له پوټکو څخه د کتاب پښتۍ خوښوونکو، کتاب پوهانو او ادم خورانو لپاره» ښه خبر ګڼلی و.
دا پوهنتون په یوې اعلامیې کې ویلي وو چې یو مهال د کتاب په پښتۍ او پوخ باندې د انسان د پوټکي کارول عادي وو.
هارورډ همدغه راز ویلي وو چې د دغه کتاب لومړي مالک ډاکټر لودوویک بولاند د یوې ښځې پوټکی، چې عصبي تکلیف لره او د زړه د حملې له کبله مړه شوې وه، له هغه روغتون څخه ترلاسه کړی وچې دغه ډاکټر په کې کار کاوه.
ویل کېږي چې بولاند د دغه کتاب لیکوال ارسین هوسي ته ویلي وو چې « ارزي د انسان د روح په اړه د کتاب پښتۍ د انسان پوټکی» وي.
په ۲۰۲۲ کال کې هارورډ په یو راپور کې ویلي وو چې د انسان څه باندې ۲۰زره پاتې شونې یې په یو لړ کلکسیونونو کې په نښه کړي چې د انسان سکلیتونه، غاښونه، وېښته او هډوکي په کې دي.
دا پوهنتون وايي د فرانسې له چارواکو سره له کتابونو څخه د انسانانو د لېرې شویو پاتې شونو د درناوي وړ برخلیک په اړه خبرې روانې دي.
فورم \ دبحث خونه