د لاس رسي وړ اتصالات

خواږه غیر الکولي مشروبات له وخته مخکې مړینو سبب کېدی شي


هغه خلک چې هره ورځ او په زیاته اندازه خواږه او انرژۍ تولیدونکي مشروبات څښي د هغو کسانو په پرتله چې نه یې څښي د زړه او سرطان ناروغیو د اخته کېدو او له وخته مخکې مړینې د خطر سره مخامخ کیږي.

د امریکا په متحده ایالاتو کې یوه نوې څیړنه ښیي چې ددغه ډول مشروباتو څښل د ژر مړینې خطر په ۱۰۰ کې ٢٨ سلنه زیاتوي.

ددغې څیړنې له مخې د امریکا د متحده ایالاتو لږ تر لږه نیمایي نفوس د ورځې کم له کمه یوه قوطۍ غیر الګولي مشروبات څښي او د څښاک دغه مواد په ورځني غذایي رژیم کې د اضافي قندي موادو عمده منبع گڼل کیږي.

د هارورډ په پوهنتون کې د تغذیې څیړونکی وسانتي ملک، د رویترز اژانس ته ویلي چې "د خوږو مشروباتو څښاک پر ځای د څښاک د نورو موادو په ځانگړې توگه اوبو استعمال د بدن د سلامتۍ اود عمر د اوږدوالي یوه لار ده".

ښاغلي ملک ویلي دي چې د سوډا او نورو خوږو موادو څښل د اضافي قندي موادو او انرژۍ د لرلو په وجه د چاغښت، د وینې د لوړ فشار او نورو قلبي ناروغیو او همداشان په شکرې، سرطان او حتی په مغزي سکتې او زړه د ناروغۍ د اخته کیدو سبب کیږي.

پدغه څیړنه کې ملک او همکارانو یې د ٣٠ کالو په ترڅ کې د شاوخوا ١٢٠زرو تنو د رژیم او غذایي عادتونو په هکله اطلاعات راټول کړي او ارزولي دي. دوی پدې پوه شوي چې شاوخوا ٧٩٠٠ کسان په قلبي ناروغیو او ١٢۴٠٠ نور یې په سرطان باندې د اخته کیدو له وجې تلف شوي دي.

له دې دمخه د یوې بلې څیړنې نتیجو ښودلې وه چې خواږه مشروبات او د هغو میوه اوبه چې په کې رنگ او مصنوعي شیرنۍ ورگډیږي د بډوډو په سختې ناروغۍ باندې د اخته کیدو سبب کیږي.

XS
SM
MD
LG