د لاس رسي وړ اتصالات

یو امریکايي ځوان په یو وخت کې له ښوونځي او پوهنتون څخه فارغیږي


برکستون لومړنی ځوان بلل کیږي چې په یوخت کې له ښونځي او پوهنځي څخه فارغیږي
برکستون لومړنی ځوان بلل کیږي چې په یوخت کې له ښونځي او پوهنځي څخه فارغیږي

شپاړلس کلن برکستون مورال به ډېر ژر له ښوونځي څخه فارغ شي او له دغه فراغت څخه څو ورځې وروسته به د هارورډ پوهنتون څخه هم خپل د لیسانس سند ترلاسه کړي.

د اسوشیتډپرس خبري اژانس وايي چې برکستون د ښونځي لومړنی زده کوونکی دی چې په یو وخت د لیسې او پوهنتون سندونه ترلاسه کوي.

د هغه پلار کارلوس مورال وايي د خپل زوی په فوق العاده استعداد هغه وخت پوه شو، چې برکستون د درېیم ټولکي زده کوونکی و.

هغه وویل د ښونځي استادانو ورته وویل چې زوی یې فوق العاده استعداد لري او باید د هغه د استعداد د غوړولو لپاره ډېر کار وشي. هغه چې کله په ښونځي کې و د هارورډ پوهنتون هم ورته داخله ورکړه.

برکستون د کنزانس په ایالت کې درس وايي او په ورته وخت کې د هارورډ په پوهنتون کې انلاین زده کړې هم کوي.

برکستون د پوهنتون په هغه پروګرام کې درس وايي چې د ډېر عمر لرونکو او هغو کسانو لپاره جوړ شوی چې ډېر بوخت دي او پوهنتون ته تګ او راتګ نشي کولی.

ټاکل شوې چې هغه به د ۲۰۱۹ کال د مۍ په میاشت کې په دولت پوهنې کې خپل لیسانس واخلي. هغه هیله لري چې په هارورډ پوهنتون کې حقوق هم ولولي.

XS
SM
MD
LG