د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې بارانونو او سیلابونو په لسګونو کسان مړه کړي


عکس: په افغانستان کې وروستي بارانونه
عکس: په افغانستان کې وروستي بارانونه

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د طبیعي پیښو سره د مبارزې ادارې د شنبې په ورځ اپریل ۲۰ (غوایي لومړی) وویل چې په افغانستان کې په تیرو څلورو ورځو کې پرله پسې بارانونو ۲۹ تنه مړه کړي دي.

افغانستان سږکال په غیر معمول ډول له وچ ژمی سره مخامخ شوی چې له امله یې ځمکې وچې شوي دي. خو پدې وروستیو کې په ډیرو ولایتونو کې د دوه اونیو راهیسې د بارانونو لړۍ پیل شوې چې د ناڅاپي سیلابونو د راوتلو لامل شوي.

د طالبانو د حکومت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست ویاند جانان سایق ویلي، د چهارشنبې او شنبې ورځو ترمنځ د "بارانونو له امله ۲۹ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی. " د هغه په وینا، دغه مرګ ژوبله په لسو ولایتونو کې رامنځته شوې ده.

هغه وويل، په همدې موده کې اووه تنه نور ټپيان شوي، ٧٢ کورونه ويجاړ او یا نړیدلي دي او له ٢٥٠٠ جريبه څخه زياته کرنيزه ځمکه سیلابونو وړې ده.

د رسمي شمېرو له مخې په روانه مياشت کې د سېلابونو له امله تر سلو ډېر کسان وژل شوي، په داسې حال کې چې د سېلابونو له امله لږ تر لږه ۲۵ زره کورنۍ مرستو ته اړتيا لري.

ملګرو ملتونو تېر کال خبرداری ورکړی و چې "افغانستان د سختو موسمي شرایطو له امله له سترو بدلونونو سره مخ دی. "

د څلورو لسیزو جګړو وروسته، افغانستان د هغو هیوادونو په کتار کې راځي چې د سختو موسمي پیښو سره مخ دي. ساینس پوهان وايي د اقلیم د بدلون له امله موسمي پیښې زیاتیږي او سختېږي.

د فبرورۍ په میاشت کې د افغانستان په ختیځ کې د سختې واورې وریدو وروسته د ځمکې ښویدنې له امله لږ تر لږه ۲۵ کسان مړه شول، په داسې حال کې چې د مارچ په میاشت کې د درې اونیو د اورښت په پایله کې شاوخوا ۶۰ تنه مړه شول.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG