د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې سختو ورښتونو ۸ تنه مړه کړي


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

د پاکستان په شمال لویدیځ کې چارواکي وایي شنبه مارچ ۳۰ (کب ۱۱) سختو بارانونو لږ تر لږه اته تنه مړه کړي او ۱۲ نور یې ژوبل کړیدي.

د خیبر پښتونخوا د اضطراري چارو د ادارې مسؤلینو ویلي چې د ډیر ورښت له کبله د کوټو چتونه په خلکو پریوتي چې د مرګ ژوبلې سبب شوي.

چارواکو ویلي چې اکثریت مړه شوي او ژوبل شوي ماشومان دي.

په پاکستان کې د ژمي بارانونه معمولاً د نومبر په میاشت کې پیلیږي خو د دې هیواد د هوا پیژندنې ادارې مسؤلینو ویلي چې سږ کال دا بارانونه د فبروري په میاشت کې پیل شول.

هر کال پدې هیواد کې موسمي بارانونه خلکو ته په زیاته اندازه د سر او مال زیان رسوي. د همدې روانې مارچ میاشتې په سر کې هم د پاکستان په شمال لویدیځ کې لږ تر لږه ۳۰ تنه د هوا پورې تړلو پیښو کې مړه شول.

دا کسان د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په ولایتونو کې مړه شوي و.

تېر کال په پاکستان کې موسمي بارانونو شاوخوا ۳۳ میلیونه کسان اغېزمن کړي وو او ۱۷۳۹ کسان یې وژلي وو. دغو سېلابونو همداشان د پاکستان اقتصاد ته نږدې ۳۰ میلیارده ډالره زیان اړولی دی.

په پاکستان کې موسمي بارانونه د جولای په میاشت کې پیل او د سپتمبر په میاشت کې پای ته رسیږي.

د پاکستان تر څنګ په افغانستان کې هم پدې تیرو دوو ورځو کې د سختو ورښتونو له کبله څه باندې ۱۵۰۰ هکتاره کرنیزه ځمکه خرابه شوې، سلګونه کورونه زیانمن شوي او په اوو ولایتونو کې ګڼ شمیر پلونه هم اوبو وړي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې ویلي چې په ورښتونو کې سړکونو ته هم ډیر زیان رسیدلی او تر ټولو ډیر زیان یې د فاریاب، ننګرهار او ډایکنډي په ولایتونو کې اړولی.

ملګرو ملتونو همدارنګه ویلي چې پدې تیرې یوې میاشتې کې دا دریم ځل دی چې د افغانستان په شمال کې د ورښتونو له کبله خلکو ته زیان رسیږي.

د دې نړیوالې ادارې د معلوماتو له مخې په پرله پسې ورښتونو کې اوه تنه مړه شوي او ۳۸۴ کورنیو ته یې زیان رسولی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG