د لاس رسي وړ اتصالات

د مودي جنجالي پست چې مسلمانان یې په نښه کول له ایکس شبکې لرې شو


د هند د صدراعظم نریندرا مودي
د هند د صدراعظم نریندرا مودي

د هند د صدراعظم نریندرا مودي بهارتیا جنتا ګوند د چهارشنبې په ورځ می ۸ مه (ثور ۱۹) ددې ګوند له حساب څخه هغه ویډیو لرې کړه، چې د ځینو منتقدینو په وینا د هند مسلمان اقلیت یې په نښه کاوه.

د هند د ټاکنو قانون د "ډله ییز تحریک" پر بنسټ ولاړ ټاکنیز کمپاینونه منع کوي، خو د هندو پر ملتپال بهارتیا جنتا ګوند باندې د انتخاباتي کمپاین لپاره له دې موضوع څخه د ګټې اخیستلو په خاطر په وار وار انتقاد شوی.

دغه ویډیو، چې په ایکس شبکې باندې د بهارتیا جنتا په رسمي اکاونټ کې خپره شوې، د مخالفو سیاستوالو کاریکاتورونه ښیي چې نیت لري "څنډې ته شویو هندو ډلو لپاره د مثبت اقدام ځانګړي پروګرامونه" لغوه او هغه په مسلمانانو یې وویشي.

د هند د ټاکنو کمیسیون د سه شنبې په ورځ په هند کې د ایکس شبکې دفتر ته لیکلي چې دغه "جنجالي" پست د هند له قوانینو سرغړونه کړې. دغه پست د چهارشنبه په ورځ د بهارتیا جنتا ایکس اکاونټ څخه لرې شوی و او د دې لرې کولو په اړه یو یادداشت په اکاونټ کې ځړول شوی و.

تر دې مخکې، د هند کانګریس ګوند پولیسو ته شکایت او استدلال کړی و چې د ویډیو منځپانګه "د مختلفو مذهبونو ترمنځ دښمني" ترویجوي.

مودي، چې اکثریت فکر کوي د هند عمومي ټاکنې به وګټي او د دریم ځل لپاره به د هیواد صدراعظم شي د تیرې میاشتې راهیسې په خپلو ټاکنیزو کمپاینونو کې ددغه ویډیو منځپانګې ته ورته ادعاوې کوي.

نریندرا مودي په وروستیو ویناوو کې، مسلمانانو ته د "نفوذ کوونکي" او "هغه څوک چې ډیر ماشومان لري" په توګه یاد کړي، هغه څرګندونې چې د هغه د مخالفو ګوندونو د سیاستوالو لخوا غندل شوي او په اړه یې پولیسو ته شکایتونه کړي دي.

مودي، یو ځل بیا د سه شنبې په ورځ وویل چې د هغه سیاسي مخالفین "د مثبت اقدام ځانګړي پروګرانونه" "برمته کوي" ترڅو هندوان له پروګرام څخه بې برخې کړي او مسلمانانو ته یې سوق کړي.

مودي په تیرو لسیزو کې هندو ملتپالنې ته د خپل حکومت د سیاست په محراق کې په ځای ورکولو سره د هیواد د هندو اکثریت ترمنځ پراخ شهرت ترلاسه کړی، که څه هم دا پالیسۍ د هند د سیکولر اساسي قانون سره په ټکر کې دي.

ددې پرځای د مودي او بهارتیا جنتا ګوند د هندو ملتپالو پالیسیو قوي روحیه ددې سبب شوې چې د هند ۲۲۰ میلیونه مسلمان نفوس د خپل راتلونکي په اړه مخ په زیاتیدونکي توګه اندیښمن شي.

د بهارتیا جنتا ګوند تیره میاشت په انسټاګرام کې یوه بله خوځنده ویډیو خپره کړه چې پکې یو غږ خبرداری ورکاوه چې که چیرې اپوزیسیون واک ته ورسیږي نو دوی به "ټولې پیسې او شتمني له غیر مسلمانانو څخه واخلي او د مسلمانانو او د خپلې خوښې په ټولنو به یې وویشي."

دا ویډیو وروسته له هغه له انسټاګرام څخه هم لرې شوه کله چې اکثر کاروونکو هغه د "کرکې وینا" په توګه راپور کړه.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG