د لاس رسي وړ اتصالات

ژنیو کې د افغانستان نمایندګي: نړۍ باید افغانستان کې د بحران د حل لپاره متحده شي


په ژنیو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان دایمي نمایندګۍ ویلي چې د دغې شورا د ۵۵مې غونډې پای ته رسیدلو دا وښودله چې لا هم افغانستان ته د نړیوالې ټولنې پام شته.

دغې نمایندګۍ د دوشنبې د ورځې ناوخته اپریل اتم (وري ۲۰) د ایکس په پاڼه لیکلي چې په دې غونډه کې د افغانستان د سیاسي وضعیت، سولې، بشرپاله مرستو او د بشري حقونو اړوند مسلو د هوارولو د پیل لپاره د بل هروخت پرتله څرګند ملاتړ موجود وو.

په ژنیو کې د افغانستان نمایندګۍ ټینګار کړی: " نړۍ باید د افغانستان څو اړخیز او د بدلون په حال کې بحران د سمبالولو لپاره متحده شي. د بشري حقونو د شورا لپاره په دې ځای کې لومړیتوبونه د جنسیت پر بنسټ دوامداره سرغړونو او د افغانستان د خلکو د هوساینې خوندیتوب اړوند مسایلو ته ځواب ویل دي."

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان دایمي استازي نصیر احمد اندیشه هم ویلي چې ددغې شورا د مارچ د میاشتې په غونډه کې د " جنایتونو او بشري حقونو څخه سرغړونو" پر وړاندې د نړیوال اتحاد څخه یې غوښتي وو، چې د نړیوالو قوانینو، د جنسیت پربنسټ د تبعیض څخه د مخنیوي، د عدالت تضمین او د ټولو لپاره د سوله ییزې راتلوونکې څخه د ملاتړ لپاره پریکنده اقدام وکړي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي نمایندګۍ په څیر په ژنیو کې هم د دغه هیواد نمایندګي د پخواني جمهوري رژیم له خوا د ټاکل شویو دپلوماتانو له لیورې اداره کیږي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ۵۵ غونډه د روان ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ د میاشتې له ۲۶ څخه د مارچ د میاشتې تر پنځمې ورځې روانه وه.

ددې غونډې په لومړۍ اونۍ کې په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړوند مسلو خبرې شوې وې.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا عالي کمیشنر ولکر ترک دې غونډې ته په وینا کې په افغانستان کې د بشري حقونو څخه سیستماتیکي سرغړونې په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو پر وړاندې سرغړونې د ډېر تاسف وړ بللې وې.

هغه وویل په افغانستان کې د بشري حقونو څخه پرله پسې او سیستماتیکي سرغړونې په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو د هراړخیزو سرغړونو له امله چې هغوی د عامه ژوند په هره برخه کې د منځنۍ او ثانوي دورې د زده کړ، کار او حرکت په ګډون محرمې شوي د خواشینې وړ دي.

ولکر ترک وویل: "د ښځو او نجونو د حقونواړوند مسایل باید د ټولو هغو کسانو په کاري لومړیتوبونو کې شامل وي چې د افغانستان په اړه او یا هم په دغه هیواد کې کارکوي".

ولکر ترک ددغو څرګندونو دمخه همدې غونډې ته افغانستان لپاره ددغې شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنیټ په خپل راپور کې له نړیوالې ټولنې غوښتي و چې طالبانو سره تعامل کې دې بشري حقونو ته لومړیتوب ورکړي.

ریچارډ بنیټ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا پنځه پنځوسمې غونډې ته د افغانستان د وضعیت په تړاو په خپل راپور کې ویلي و چې په دغه هیواد کې د طالبانو د اقداماتو له امله ښځې او نجونې له عام ژوند څخه څنډې ته شوي دي.

ریچارډ بنیټ په افغانستان کې بنسټیز شوي سیستماتیک او په پراخه بڼه د جنسیت پربنسټ تبعیض بې مثاله وګڼه او ویې ویل چې اوس دا حالت د جنسیت ځورونې توجیه کولو کچې ته لوړ شوی چې "جنسیت پر بنسټ تبعیض"په توګه مشخص شوی دی.

ښاغلي بنیټ وویل: "زه د زیات شمیر افغانانو اندیښنې شریکوم، کوم چې د اندیښنې وړ پرمختګونو سره سره د نړیوالې ټولنې د برخې ځینې یې داسې ښکاري چې د حاکمو مقاماتو (طالبانو) سره د اړیکو عادي کیدو په لور پرمخ درومي".

هغه وویل چې دا ډیره مهمه ده چې نړیواله ټولنه د اړیکو عادي کیدو په برخه کې ثابت قدمه اوسي او په دې برخه کې خپل اقدامات د ښځو او نجونو د حقونو په ګډون بشري حقونو په وضعیت کې د پام وړ پرمختګ د اړتیا پورې مربوط کړي.

بنیټ وویل چې که داسې ونشي نو په دې صورت کې به د اندیښنې وړ یو پیغام د ښځو د حقونو د ژمنو په اړه هرې خوا ته واستول شي. هغه د نړیوالې ټولنې څخه وغوښتل چې د بشري حقونو څخه د ملاتړ په برخه کې د افغانانو ترڅنګ ودریږي.

په ورته وخت کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د ریچارد بنیټ راپور ته غبرګون ښودلی و او د هغه راپور یې د طالبانو د حکومت پرخلاف د پروپاګند یوه هڅه ګڼلې وه.

ذبیح الله مجاهد د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي: " که نه د پخوا په نسبت ټول افغانان ښځې او نارینه په مراتبو، فزیکي، مالي او روحی مصئونیت لري، څوک د چا په حق تجاوز نشي کولای، هر وګړی د خپلو شرعي حقوقو خاوند دی او په امن کې ژوند کوي".

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG