د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د 'سیاسي فعالیتونو' له کبله دریو کسانو ته سزاوې ورکړې


طالبانو په افغانستان کې د سیاسي ګوندونو فعالیت بند کړی
طالبانو په افغانستان کې د سیاسي ګوندونو فعالیت بند کړی

د طالبانو سترې محکمې د پنجشنبې په ورځ اپریل څلورمه (وري۱۶) په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې په کندهار کې یې د سیاسي فعالیتونو له کبله دوه کسان په بند محکوم کړي او یو بل یې په درو وهلی دی.

د اعلامیې په اساس دوه کسان د ۱۵-۱۵ کالونو بند په سزا محکوم شوي او یو بل کس په ۳۰ درو وهل شوی دی. د طالبانو د سترې محکمې په اعلامیې کې په دې اړه نور معلومات ورکړل شوي نه دي.

کندهار د طالبانو د مشر هبت الله مرکز دی. طالبانو واک ته له رسېدو وروسته په افغانستان کې د ټولو سیاسي ګوندونو فعالیتونه بند کړل.

د طالبانو حکومت د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي څو میاشتې مخکې د سیاسي ګوندونو د فعالیتونو د بندېدو په مناسبت ویلي وو: "په هېواد کې د سیاسي ډلو د فعالیت په اړه شرعي اساس نشته، دوی ملي ګټو ته کار نه کوي‌ او نه یې هم ملت خوښوي."

ده د "حزب" د ټکي کارول هم "جرم" بللي وو.

طالبانو داسې مهال په کندهار کې د سیاسي فعالیت له کبله دغو کسانو ته سزاوې ورکړې،‌ چې څو ورځې مخکې دغې ډلې په کابل کې د یوې بلې سیاسي ډلې مشر ګلبدین حکمتیار له خپل پخواني استوګنځي څخه واېسته او بل ځای ته یې انتقال کړ. دا کار د دغې ډلې د پلویانو انتقادونه وپارول او په طالبانو یې تور ولګوه چې د نورو سیاسي مشران لپاره زغم نه لري، خو طالبانو وویل چې حکمتیار په "حکومتي ودانۍ" کې اوسېده.

د طالبانو حکومت د عدلیې وزیر په کابل کې په یوې غونډې کې د کوم سیاسي حزب د نوم له اخیستلو پرته ویلي وو: "فتحه راغله، چې د چا خوښه وه دا نظام (طالبانو حکومت) یې خوښ شو پاتې شو، که د چا خوښه نه وه، په مختلفو لارو ووتل، چې خوښ دې نه و، وتلی به وي. چې کله دې ځان دې نظام ته تسلیم کړو، اوس به یې اصول هم مني، قانون به یې هم مني، اوس به دا خبره نه کوي چې زموږ حزب داسې ده، حزب دې لغوه شوې ده."

د طالبانو تر حکومت مخکې په افغانستان کې د جمهوریت په دوره کې تقریبآ ۷۰ لویو او کوچنیو سیاسي ډلو فعالیت کاوه. د طالبانو حکومت ټول غړي د همدغې ډلې افراد دي او د یو نظر او یوې مفکورې خلک دي، نړیواله ټولنه له طالبانو غواړي چې همه شمول حکومت جوړ کړي‌، داسې چې ټولو ته په کې ځای وي‌ او د ټولو خلکو او په خاص ډول د اقلیتونو حقونو ته په کې درناوی وشي. خو طالبان وايي چې حکومت یې همه شمول دی.

طالبان تر دې مخکې هم خپل نور سیاسي منتقدین، چې سیاسي مبصرین، ښوونکي، د بشري حقونو فعالان او کارپوهان په کې شامل وو، نیولي، وهلي او زنداني کړي وو. د بشري حقونو سازمانونه وايي چې د طالبانو په حکومت کې د بشري حقونو وضعیت خراب دی او له نړیوالو غواړي چې په طالبانو له دې پلوه فشارونه زیات کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG