د لاس رسي وړ اتصالات

د ملګرو ملتونو اندیښنه: افغانستان لپاره د غوښتل شوې بودیجې یوازې ۶ ٪ ترلاسه شوې


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

افغانستان لپاه د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د ځانګړي استازي مرستیال اندریکا ریټواټو افغانانو سره بشري مرستو پروګرامونو دوام لپاره د نړیوالې ټولنې له خوا د ډیرې کمې بودیجې په برابرولو ژوره اندیښنه ښودلې او ویلي دي چې تراوسه یې د ۳.۰۶ میلیاردو ډالرو غوښتل شوې بودیجې یوازې ۶ فیصده بودیجه یې ترلاسه کړې ده.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې "اوچا" د چهارشنبې په ورځ اپریل دوییم (وري ۱۴) د ایکس په پاڼه د ښاغلي ریټواټو څرګندونې چې په افغانستان کې د بشري مرستو د همغږي د چارو مشري هم کوي خپرې کړي دي.

ښاغلي ریټواټو ویلي: " افغانستان کې د میشت همغږي کوونکي په حیث زما پام افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سترایژیک چوکاټ څخه ګټه پورته کول دي ترڅو د افغانانو اساسي ضروري اړتیاو ته حل لار وموندل شي".

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د ځانګړي استازي مرستیال د ښځو د برابرۍ په اړه هم ویلي چې ملګري ملتونه په افغانستان کې د ښځو حقونو ته ژمن دي اود بشري چارو په ګډون یې په عام ژوند کې د ښځو په معنی لرونکي ګډون باندې ټینګار کړی دی.

هغه په دې برخه کې ټولنیزو حساسیتونو ته په کتنې په دې مسله د پوهاوي د کچې لوړولو اهمیت یادونه هم کړې ده.

ښاغلي ریټواټو د افغانستان د جیو پولیټکي لید لورې باندې د تللو لپاره د طالب چارواکو سره د اساسي بوختیا او معنی لرونکي ډیالوګ په اهمیت باندې هم ټینګار کړی دی.

ددې دمخه د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې " اوچا" ویلي و، چې تیر ۲۰۲۳ کال کې د بودیجې د کمښت له امله ملګرو ملتونو ۱۸ میلیونو افغانانو سره د خوړو مرستو بندیدو او ۳.۴ میلیونو نورو سره د مرستو نیمايي ته کمیدلو ته اړ شوي وو.

د خوړو د نړیوال پروګرام (WFP) د بودیجې د کمبود له امله د روان ۲۰۲۳ کال د تیر اګست په میاشت کې دې ته اړ شو چې په افغانستان کې د لسو میلیونو مرستو ته اړو افغانانو باندې خپلې مرستې بندې کړي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) د روان ۲۰۲۴ کال په سر کې چې په دغه کال کې د افغانانو د بشري ضرورتونو د پوره کېدو لپاره د نړیوالې ټولنې څخه د ۳.۶ میلیارد ډالرو د بودیجې د چمتو کولو غوښتنه کړې وه.

اوچا د تېرو لسیزو جګړو څخه زیږیدلې لوږې، اقلیم د بدلون اغیزو، په ښځو محدودیتونو او له پاکستان او ایران څخه د راستنېدوکو کډوالو وضعیت ته په کتو اټکل کړی چې په ۲۰۲۴ کال کې به هم افغانان د تیر کال پرتله ډېرو بشري مرستو ته اړتیا ولري.

اوچا د افغانستان وضعیت لا هم خراب ګڼلی او ښخ شوي ماینونه او ناچاودې توکي، په ازاد تګ راتګ باندې محدودیتونه، د جنسیت په بنسټ د تاوتریخوالي زیاتوالی، په ماشومانو درانه کارونه، په کوچنیتوب کې ودونه یې د افغانانو د لویو ستونزو په توګه یادې کړي دي.

اوچا په افغانستان کې د اقلیم د اغیزو په اړه ویلي چې د اقلیم بدلون په ټول هیواد کې د اوبو بحران لا پراخه کړی چې ورسره د روان کال د اکتوبر په میاشت کې د هرات په ولایت کې ویجاړونکو زلزلو د خوړو، روغتیا او تغذیۍ په برخو کې د افغانانو اړتیاوې لا زیاتې کړي دي.

اوچا په ۲۰۲۴ کال کې له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته د ۱.۴۶ افغان کډوالو د ستنیدلو اټکل کړی دی. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ویلي چې اوس افغانستان په کوردننه د بې ځایه شویو کورنیو د شمیر له امله په نړۍ کې دوییم هیواد دی چې په لوی شمیر افغانان په کې له خپلو مینوبې ځایه شوي دي.

دغې ادارې ویلي چې اوس مهال په افغانستان کې ۶.۳ میلیونه داخلي بې ځایه شوي افغانان ژوند کوي چې اکثره یې د ۲۰۱۲ کال راهیسې له خپلو مینو څخه بې ځایه شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG