د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: پر فیسبوک د محدودیت او بندولو لپاره مو پالیسي جوړه کړې


د طالبانو د حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست وزیر نجیب الله حقاني ویلي چې په افغانستان د فیسبوک د ټولنیزې شبکې د پاڼې د محدودولو او یا هم په بشپړ ډول بندولو لپاره یې پالیسي جوړه کړې ده.

حقاني د طلوع نیوز سره په مرکه چې د شنبې په شپه اپریل شپږم ( وري ۱۸) خپره شوې ددې پالیسۍ د جوړولو هدف پر فیسبوک د ځوانانو د وخت او د پیسو د ضایع کیدو د مخنیوي ترڅنګ د غیر اخلاقي مسایلو د خپریدو مخنیوی بللی دی.

حقاني وویل: "زمونږ او تاسو ځوانان په داسې حال کې چې هغوی له علمي پلوه کمزوري دي، اکثریت یې داسې دي چې بې تعلیمه دي، بیا له دغه شي سره دومره وخت ضایع کول په دې باندې پیسې ضایع کول ... د دې لپاره اوس پالیسي جوړه شوې ده چې دا محدود کړو او بند یې کړو."

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د بیا رسیدلو وروسته په پرله پسې ډول په رسنیو باندې محدودیتونه او بندیزونه لګولي دي. طالبانو د امریکا غږ په ګډون د ځینو نړیوالو او سیمه ییزو رسنیو په انټرنیټي پاڼو باندې محدودیتونه لګولي او هم د امریکا غږ په ګډون د ځینو نړیوالو رسنیو په تلویزیوني او راډیو خپرونو بندیزونه لګولي دي.

د طالبانو د مخابراتو او د معلوماتي ټکنالوزۍ وزارت وايي چې اوس مهال په افغانستان کې د ګرځنده تیلیفونونو ۲۲.۷ میلیون فعال سیمکارتونه کارول کیږي، چې ددغه شمیر ۱۲.۷ میلیون یې د انټرنیټ لپاره هم کارول کیږي. دا معلومه نه ده چې اوس مهال به څومره افغانان د فیسبوک څخه کار اخلي، خوفیسبوک د افغانانو د خوښې په ټولنیزو شبکو کې شامل دی او په افغانستان کې په پراخه کچه کارول کیږي. اکثره افغانان د فیسبوک څخه یو بل سره د اړیکو د ساتلو ترڅنګ د غم او ښادۍ د پیغامونو د رسولو لپاره هم کار اخلي.

د طالبانو د حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست په دغه مرکه کې په افغانستان کې د انټرنیتي یا سایبري جرمونود مخنیوي لپاره ددغه وزارت د اقداماتو یادونه هم وکړه او ویې ویل چې د سابیري جرمونو د مخنیوي لپاره یې هڅې کړي او ددغو هڅو په لړ کې ټاکل شوې چې په دې اړوند یو لابراتوار هم جوړ شي.

نجیب الله حقاني دا هم وویل چې هیڅوک حق نه ‌لري چې د چا شخصي حریم نقض کړي، خو زیاته یې کړه چې د اړتیا په صورت کې یوازې امنیتي اداروته د امنیت ضد پېښو د مخنیوي او د مجرمو کسانو د تعقیب لپاره اجازه ورکول کیږي.

د طالبانو حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست د فیسبوک په ټولنیزه شبکه باندې د محدودیت او یا هم د بندیز د لګولو په اړوند دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې طالبانو یو شمیر افغانان چې د فیسبوک په خپلو پاڼو باندې یې لیکنې کړې وې ځینې یې بندیان کړي او ورته یې تر یو کال د بند سزا ورکړي ده.

د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له وړاندې د ټیک ټاک په ټولنیزې شبکې او پبجي ګیم باندې د بندیزونو لګولو اعلان کړی دی.

د پخواني جمهوري رژیم پر مهال هم دغه وازرت په پبجي ګیم باندې بندیز لګولی و، خو د دغه بندیز سره سره دغې لوبې ته لاس رسی ممکن وو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG