د لاس رسي وړ اتصالات

ار ایس ایف: افغانستان کې د رسنیو د ځپلو او ښځینه خبریالانو باندې محدودیتونو شدت موندلی


عکس: ارشیفـ یوه ښځینه خبریاله
عکس: ارشیفـ یوه ښځینه خبریاله

د بې پولې راپور ورکوونکو سازمان (RSF) په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له خوا په رسنیو او خبریالانو باندې د محدودیتونو په زیاتیدو اندیښنه ښودلې او ویلي دي چې رسنیو ته د طالبانو په لارښوونو کې په ځانګړي ډول ښځینه خبریالانې په نښه شوي دي.

د بې پولې راپور ورکوونکو سازمان د چهارشنبې د ورځې ناوخته مارچ ۱۳(کب ۲۳) په یو راپور کې ویلي چې دغه سازمان ددغو لارښونونو له امله چې د ښځینه خبریالانو د جامو، غږیزو رسنیو ته د ښځو لاس رسي او د طالبانو د چارواکو د فلم او عکس اخیستلو په ګډون مخ په زیاتیدونکي ډول محدودیتونه په کې شامل دي په ژور توګه اندیښمن شوی دی.

ار ایس ایف په دغه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د رسنیو د ځپلو لړۍ شدت موندلی او په ځانګړي ډول په کې رسنیو ته د ښځو لاس رسی، که خبریالانې دي، اوریدونکي او یا هم لیدونکي دي په نښه شوي دي.

د بې پولې راپور ورکوونکو سازمان ویلي چې د روان ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ د میاشتې راهیسې یو لړ لارښوونې صادرې شوي چې دا کړنې په کې په واضح ډول څرګندیږي.

ار ایس ایف وايي د کندهار لپاره د طالبانو والي د سیمه ییزو طالبانو پر فلم او عکس اخیستلو باندې بندیز لګولی دی. د خوست په ولایت کې د طالبانو امنیه قوماندان د ښځو له خوا راډیو او تلویزیون ته پر تیلیفون کولو باندې بندیز لګولی دی.

دغه سازمان ددغو محدودیتونو په لړ کې په ملي کچه د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت سرپرست له خوا رسنیو ته د وروستیو سپارښتونو یادونه هم کړې او ویلي دي چې ددغه وزارت د سرپرست له خوا رسنیو کې د ښځینه خبریالانو د ښکاره کیدو پر مهال د تورو جامو چې یوازې سترګې یې په کې معلومې شي امر کړی او ددې لارښونې د نه عملي کیدو په صورت کې له کار څخه د هغوی د منع کیدو خبر ورکړی دی.

په دې راپور کې د ارایس ایف د جنوبي اسیا د څانګې د مسوول له قوله ویل شو" په داسې وخت کې چې خبریالان له وړاندې د سختو ځپوونکو اقداماتو د جغ لاندې دي او د سانسور او پخپله د ځان سانسورولو، نوو سیمه ییزو محدودیتونو، چې کیدای شي د هیواد نورو برخو ته هم وغځیږي په ملي کچه محدودیتونه د افغانستان د رسنیو لیرلید نور هم ویجاړوي".

د بې پولې راپور ورکوونکو سازمان د طالبانو په مشر ملا هبت الله اخوندزاده باندې غږ کړی چې پر خبریالانو او رسنیو باندې دې لګیدلي محدودیتونه چې دغه سازمان ځپوونکي اقدامات ګڼلي پای ته ورسوی.

ارایس ایف ویلي: " په خوست کې د ښځینه اوریدونکو او کتوونکو د غږ چپول، په کندهار کې د طالبانو پر سیمه ییزو چارواکو د تصویر اخیستلو بندیز او په هیواد کې د ښځینه خبریالانو د جامو اړوند سخت محدودیتونه دا ټول د طالبانو د ایډیالوژۍ د سختیدو چې هدف یې په ځانګړي ډول ښځینه خبریالانې دي د اندیښنې وړ نښې دي".

د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ په ۱۸ د کندهار ولایت لپاره د طالبانو والي ملا شرین اخوند په یو لیکلي مکتوب کې ددغه ولایت له سیمه ییزو چارواکو او خپلو وسله والو غوښتي چې د خپلو غونډو پر مهال دې د عکس او فلم اخیستلو څخه ډده وکړي او یوازې په لیکلي او غږیز ډول راپور ورکولو ته اجازه شته دی.

ارایس ایف ویلي چې د روان کال د فبرورۍ په ۲۴ باندې د خوست د امینه قومندان عبدالرشید عمري له خوا تلویزیونونو او راډیوي خپرونو ته د ښځو پر تیلیفونو باندې بندیز ولګول شو چې دغه بندیز د نجونو تعلیمي او ټولنیر پروګرامونه په نښه کوي.

همداشان دغه سازمان د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت سرپرست له خوا په رسنیو کې د ښکاره کیدو پر مهال د ښځینه خبریالانو یوازې سترګو ښودلو په تړاو سپارښتونو په اړه ویلي چې دغه وزارت رسنیو ته خبرداری ورکړی که دا سپارښتنې عملي نه کړي نو په رسنیو کې به د ښځو په کار بشپړ بندیز ولګول شي.

ارایس ایف ویلي چې طالبانو په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د رسیدلو وروسته پر رسنیو او خبریالانو باندې ډیر زیات محدودیتونه لګولي دي چې له امله یې په دغه هیواد کې د مطبوعاتو ازادي ډیره زیاته محدوده شوې ده.

افغانستان د دغه سازمان د مطبوعاتو د ازادۍ د ۲۰۲۳ کال په شاخص کې د ۱۸۰ هیوادونو په لیست کې ۱۵۲ ځای نیولی دی.

د طالبانو حکومت تراوسه په رسمي ډول په کندهار کې د سیمه ییزو چارواکو د عکس او فلم د اخیستلو د بندیز او د خوست په ولایت کې پر ښځو رسنیو ته د تیلیفون کولو د بندیز په اړه څه نه دي ویلي خو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت په دې اړه ویلي و چې رسنیو ته داسې سپارښتنه نه ده شوې.

د طالبانو حکومت ویلي چې په افغانستان کې د پخواني رژیم پر مهال د رسنیو د قانون له مخې له رسنیو او خبریالانو سره چلند کوي.

ددغه قانون د څلورمې مادې له مخې هیڅ حقیقي یا حکمي شخص نشي کولی د خبري یا معلوماتي رسنیو ازاد فعالیت منع، تحریم، سانسور یا محدود کړي او یا هم په یو بل ډول د رسنیو په خپرونو کې مداخله وکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG