د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان وایي تهران ډاډ ورکړی چې مخالفان یې په ایران کې د سیاسي فعالیت اجازه نه لري


د طالبانو د حکومت د رسنیو مرکز په یو خبرپاڼه کې ویلي چې په کابل کې د ایران د سفارت مرستیال سیدحسن مرتضوي ددغه حکومت د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال عبدالکبیر سره په کتنه کې په ایران کې د طالبانو د حکومت پر مخالفانو د سیاسي فعالیت د بندیز په اړه هغه ته ډاډ ورکړی دی.

دغه مرکز د دوشنبې د ورځې ناوخته اپریل ۱۵(وري ۲۷) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د سیدحسن مرتضوي په مشرۍ ایراني پلاوي دغه راز د طالبانو د حکومت او ایران ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د شویو تړونونو پلي کېدو اود اقتصاد، سوداګرۍ او روغتیا په برخو کې همکاریو ته چمتوالی ښودلی دی.

په دې خبرپاڼه کې ویل شوي: "هغه زیاته کړه، په ایران کې د اسلامي امارت مخالفین د عادي کډوالو په توګه ژوند کوي او د سیاسي فعالیتونو اجازه نه لري."

همداشان ددغې خبرپاڼې له مخې عبدالکبیر دغه ایراني پلاوي ته په اسرائیل د ایران د برید په تړاو په خبرو کې پر اسرائیلو د ایران برید له ځان څخه د ایران د دفاع مشروع حق یاد کړی دی.

په دې خبرپاڼه کې ویل شوي: "سید حسن مرتضوي زیاته کړه، تهران د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د خرابو اړیکو پلوی نه دی او هڅه کوي چې د سیمې له هېوادونو سره د طالبانو د حکومت مثبت تعامل ته لاره هواره کړي."

تراوسه په کابل کې د ایران سفارت د طالبانو د دغو څرګندونو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي. د نورو هیوادونو په څیر ایران هم تراوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پيژندلی، خود طالبانو دپلوماتانو ته یې په تهران کې د افغانستان سفارت سپارلی دی.

په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته د طالبانو د حکومت اکثره مخالف سیاسي مشران بهرنیو هیوادونو په ځانګړي ډول ایران او ترکیې ته تللي دي.

که څه هم په تیرو دوو نیمو کلنو کې د طالبانو د حکومت د مخالفې جبهې د مشر احمد مسعود په ګډون ددغه حکومت ځینو مخالفو مشرانو ایران ته سفرونه کړي او د پخوانیو مجاهدینوقومندان اسماعیل خان په ګډون یو شمیر مخالف مشران او قومندانان په ایران کې اوسیږي، خو په دغه موده کې په ایران کې د طالبانو د حکومت د سیاسي مخالفانو ترمنځ د ترکیې د هیواد پرتله ډیر څرګند سیاسي فعالیتونه نه دي تر سترګو شوي.

په ترکیه کې د طالبانو د حکومت مخالف سیاسي مشران په نورو هیوادونو کې د هغوی د مخالفو سیاسي مشرانو پرتله ازاد فعالیت لري او کله کله سره غونډې هم کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG