د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو حکومت پر اسرائیل د ایران برید 'مشروع دفاع' ګڼلې ده


ایراني ډرون الوتکې
ایراني ډرون الوتکې

پر اسرائیل باندې د ایران د تیرې شپې بریدونو ته د نړیوالو غبرګونونو په لړ کې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت دا بریدونه مشروع دفاعي اقدامات بللي دي.

دا په داسې حال کې ده چې نړیواله ټولنه د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني او مشروع یې نه بولي.

ایران د سوریې په پایتخت دمشق کې خپلې قونسلګرۍ باندې چې د برید پړه یې په اسرائیلو اچولې، د شنبې په ورځ د غچ اخیستلو د عملیاتو په ترڅ کې له خپلې خاورې د اسرائیل په خاوره د توغندیو او بې پیلوټه ډرون الوتکو بریدونه وکړل.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ اپریل ۱۴( وري ۲۶) په یوه اعلامیه کې په دمشق کې د ایران په قونسلګرۍ باندې برید د ټولو "دپلوماتيکو نورمونو او نړیوالو قوانینو پرخلاف" بللی دی.

په اعلامیه کې ویل شوي ددغه برید په ځواب کې "د ایران اسلامي جمهوریت تېره شپه مشروع دفاعي اقدامات ترسره کړل".

په دې اعلامیې کې طالبانو د سیمې او نړۍ په هېوادونو غږ کړی چې د کړکېچ د لا پراختیا د مخنیوي لپاره دې دي د اسرائیل د "جنایاتو د درولو په موخه خپلې هڅې ګړندۍ" کړي.

د ایران بهرنیو چارو وزارت هم په یوه اعلامیه کې د تیرې شپې بریدونه دفاعي اقدامات او د "د حق ترسره کولو لپاره مشروع دفاع" ګڼلي او هغه یې د سیمې او نړۍ د سولې او امنیت په برخه کې د تهران مسوولانه کړنلاره بللې ده.

په ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي استازولۍ په یوې اعلامیې کې چې د ایکس په ټولنیزې شبکې کې خپره شوې ویلي چې د ایران نظامي اقدام په دمشق کې د قونسلګرۍ په ودانۍ د "صیهونیستي رژیم" تیري په غبرګون کې شوی.

په اعلامیې کې خبرداری ورکړل شوی که د اسرائیل رژیم بله سهوه وکړي، د ایران ځواب به ددې څخه هم سخت وي.

د ایران استازولۍ همدارنګه متحده ایالاتو ته خبردرای ورکړی چې پدې شخړې کې دې نه ور ګډیږي.

په اعلامیې کې راغلي " دا شخړه د ایران او اسرائیل بې لارې رژیم تر منځ ده چې باید متحده ایالات ترې لیرې اوسي".

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیریش ددغو بریدونو د غندنې په ترڅ کې په منځني ختیځ کې په فوري ډول د شخړو د بندیدو غوښتنه کړې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG