د لاس رسي وړ اتصالات

افغان سیاسیونو پر اسرائیل د ایران برید مشروع ګڼلی او د ترینګلتیا په کمېدو یې ټینګار کړی


د افغانستان یو شمیر پخوانيو حکومتي چارواکو او سیاسیونو په اسرائیلو باندې د ایران د تیرې شنبې د شپې برید ته په جلا جلا غبرګونو کې دا برید مشروع ګڼلی او په سیمه کې یې د ترینګلتیا په کمیدو ټینګار کړی دی.

د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي د یکشنبې په ورځ ناوخته د اپریل ۱۴( وري ۲۶) په یوه اعلامیه ویلي چې په دې وروستیو کې د جګړو، بحرانونو او د نړیوالو اصولو او قوانینو څخه د سرغړونو په زیاتیدو نړیواله سوله په شدت سره ګواښل شوې ده.

هغه ویلي چې د سوریې په پایتخت دمشق کې د ایران په قونسلګرۍ د اسرائیلو برید نړیوالې سولې ته یو جدي ګواښ و چې د ایران له خوا "د خپل ځان څخه د مشروع حق" د ځواب ویلو سره مخ شو.

کرزي ویلي: "د غزې جګړې چې د ترټولو د بدې انساني فاجعې سبب شوې باید هرڅومره ژر د تل پاتې اوربند په ټینګیدو او د فلسطینانو د خپلواک دولت د حق په لرلو پای ته ورسیږي، ترڅو هم ترینګلتیاوې راکمې شي او هم د ملکي وګړو ژوند په فلسطین او اسرائیلو او په ټولو سیمو کې خوندي شي".

د ملي پخلاینې د پخوانۍ عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله هم د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یو پیغام کې په دمشق کې د ایران په قونسلګرۍ باندې د اسرائیو برید ته په اشارې دا هیواد د هیوادونو ترمنځ د قوانینو او د دپلوماتیکو استازولیو د خوندیوب لپاره د نړیوالو کنوانسیونونواو نړیوال عرف څخه په سرغړونو تورن کړی دی.

عبدالله دغه برید ته د ایران ځواب یو دفاعي اقدام او د ایران د ملي حاکمیت پر وړاندې غبرګون په توګه یاد کړی دی. هغه د افغانستان او ایران ترمنځ دیني، فرهنګي او تاریخي مشترکاتو یادونه کړې او ویلي دي چې د ایران پر وړاندې د اسرائیلو هرډول د ترینګلتیا زیاتیدل به د افغانستان پر وضعیت باندې هم مخامخ اغیز ولري او د سیمې او نړۍ سولې او امنیت لپاره به نه اټکل شوې ناسمې پایلې ولري.

عبدالله ویلي: "مونږ د سوله ییزې لارې د سیمې او نړیوال بحران د حل ملاتړ کوو او د ترینګلتیا د کمیدو په تړاو د هراقدام ملاتړ کوو".

د افغانستان د جمهوري ریاست پخواني لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي چې په دمشق کې د ایران په سیاسي استازولۍ د اسرائیل برید د نړیوالو قوانینو له مخې د ایران پر خاوره باندې تیری دی او د همدې له امله دغه برید ځواب مشروع ګڼل کیږي.

امرالله صالح پر اسرائیل د ایران د برید په اړه ویلي: "د اقدام شجاعت او شجاعانه اقدام دواړه نندارې ته وړاندې شو. هیله لرو دا جګړه پراخه نشي."

د افغانستان د ملي امنیت د شورا پخوانې رئیس محمد حنیف اتمر هم په دې باور دی چې پر اسرائیلو باندې د ایران د بریدونو نه دوام د " ایران د سیاسي" هوښیارتیا څرګندونه کوي.

هغه ویلي چې پر اسرائیلو باندې د ایران برید دا وښودله چې تهران د" خپل ځان څخه د مشروع دفاع توان، د جګړې غوښتنې څخه د لاس اخیستلو د ارادې په تړاو د پام وړ قابلیت لري".

د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار هم پر اسرائیل باندې د ایران برید ددغه هیواد حق ګڼلی او هغه یې په سیمه کې د یو مثبت انکشاف په توګه یاد کړی دی.

حکمتیار ویلي: "دا یو مثبت انکشاف دی چې په اسلامي نړۍ کې یو هیواد پیدا کوو چې په سیمه کې د امریکا د ژاندارم پر وړاندې بالمثل غبرګون او غچ غوره کوي، نه ننګینه چوپتیا او د ذلت وړ تسلیمي."

د افغانستان د خلکو د وحدت ګوند مشر او د افغانستان د ملي امنیت د شورا پخواني سلاکار محمد محقق پر اسرائیل باندې د ایران برید بې ساری او په سیمه او نړۍ کې په نظامي معادلو کې ددغه هیواد دښمنانو لپاره د تمې پرخلاف ګڼلی دی.

محقق ویلي: " دا برید د صهیونستي رژيم [اسرائیل] په دمشق کې د ایران د قونسلګرۍ په ودانۍ باندې د برید په ځواب کې د ملګرو ملتونو د منشور د ۵۱ مادې او خپل ځان څخه د دفاع سره په تطابق ترسره شو". هغه هیله ښودلې چې پر اسرائیو باندې د ایران برید به دغه هیواد لپاره یو درس وي.

د ایران حکومت تیره ورځ د لومړي ځل لپاره په اسرائیل مخامخ د توغندیو او ډرون الوتکو بریدونه وکړ. دا بریدونه د روانې اپریل میاشتې په لومړۍ نیټې په دمشق کې د ایران په قونسلګرۍ د اسرائیل برید په غبرګون کې وشو چې ایراني جنرالان هم پکې وژل شوي و.

اسرائیل ددغه برید په غبرګون کې ویلي چې دغه کمپاین تراوسه پاې ته نه دی رسیدلی او په مناسب وخت کې به د ایران ددې برید ځواب ورکړي.

په عین وخت کې د ایران د ځواکونو لوی درستیز محمد باقري ویلي:" تهران د اسرائیلو پر خلاف د عملیاتو د دوام نیت نلري او عملیات پای ته رسیدلي دي".

د طالبانود حکومت د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ اپریل ۱۴( وري ۲۶) په یوه اعلامیه کې په دمشق کې د ایران په قونسلګرۍ باندې برید د ټولو "دپلوماتيکو نورمونو او نړیوالو قوانینو پرخلاف" بللی دی.

په اعلامیه کې ویل شوي ددغه برید په ځواب کې "د ایران اسلامي جمهوریت تېره شپه مشروع دفاعي اقدامات ترسره کړل".

په دې اعلامیې کې طالبانو د سیمې او نړۍ په هېوادونو غږ کړی چې د کړکېچ د لا پراختیا د مخنیوي لپاره دې دي د اسرائیل د "جنایاتو د درولو په موخه خپلې هڅې ګړندۍ" کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG