د لاس رسي وړ اتصالات

بې موټروانه چلېدونکې نیمه اتومات ټکسي


د هالو د شرکت خپله چلېدونکی نیمه اتومات موټر
د هالو د شرکت خپله چلېدونکی نیمه اتومات موټر

د امریکا د متحده ایالاتو د نواډا ایالت د لاس ویګاس په ښار کې د آنلاین ټکسي خدمتونو داسې یوه شرکت په کار پیل کړی چې نیمه اتومات خپله چلېدونکي ټکسي موټر له چلوونکي پرته د مشتري موقعیت ته وراستوي.

دغه نیمه اتومات موټر د کمرو په مرستو د یوه چلوونکي له خوا له لرې څخه اداره کیږي.

په اوس وختونو کې په اکثرو پرمختللو هیوادونو کې خلک په آنلاین بڼې د اپلیکیشن له لاري ټکسي موټر راغواړي، خو د دغه آنلاین ټکسي موټر ځانګړتیا داده چې له چلوونکي پرته ترتاسو درځي.

د هالو په نامه د خپله چلېدونکو برقي موټرو د شرکت مسئول آنند ناندکومار وايي دغه موټر له لرې څخه د چلونکو له خوا کنټرولیږي. د شرکت چلوونکي د شرکت په عمومي دفتر کې ناست وي او تر شاوخوا ۸۰ کیلومترو پورې ساحه کې یې کنټرولوي.

هغه وویل:" ډیر خلک یې د لېدلو تلوسه لري. دوی غواړي نږدې ورته راشي، لمس او احساس یې کړي."

ښاغلی ناند کومار وايي مونږ په عادي برقي موټرو کې د محاسبې، سنسرونو او اتومات چلونې د سیستمونو په نصبولو سره دغه موټر د دې جوګه کوو چې خپله وچلیږي او له لرې څخه یې زمونږ انساني چلونکي کنټرول کړي.

د دغو موټرو تر ټولو مهمه برخه کمرې دي، چې له لرې کنترولونکو ته د موټر د ۳۶۰ درجې لید وړتیا ورکوي. د خپله چلېدو دغه نیمه اتومات سیستم د ټي موبایل د شرکت د 5G په چټک انترنت باندې کار کوي.

کله چې موټر د مشتري موقعیت ته ورسیږي، مشتري په کې سپریږي او چلوی یې. د خپله چلېدو دغه نیمه اتومات سیستم د چلېدو د بشپړ اتومات سیستم د رامنځته کولو په لور یو مهم قدم ګڼل کیږي.

ښاغلی ناندکومار وايي :"د ترانسپورتي وسیلو د موجود حالت او راتلونکي ترمنځ، چیرې چې ټول موټر به خپله چلېدونکي وي، د ټولنیز اعتماد یوه لویه خلا موجوده ده. په همدې خاطر مونږ ته لازمه ده چې د اعتماد د رامنځته کولو لپاره له یوه ځایه کار شروع کړو."

د دغه موټر بله ښېګڼه داده چې د پارک کولو ستونزه له منځه وړي. کله چې مشتري خپل مقصد ته ورسیږي، موټر دروي، دروازې یې پورې کوي او شرکت یې کنټرول ترلاسه کوي.

XS
SM
MD
LG