د لاس رسي وړ اتصالات

په زهره سیارې کې د ژوند د نښو د موندلو هڅې


په زهره کې د ژوند د نښو نښانو د موندلو لپاره د ساینس پوهانو هڅو تر اوسه نتیجه نده ورکړې.

تیر کال پوهانو ادعا وکړه چې ددې سیارې په وریځو کې یې د فسفین په نامه ګاز موندلی دی، هغه ګاز چې په ځمکه کې د میکروب په واسطه تولیدیږي. دغه ګاز د حیواناتو په کولمو او فاضله موادو کې هم موندل کیږي.

خو اوس دغو پوهانو خپلې موندنې هم تر پوښتنې لاندې نیولي دي.

خو بیا هم دغې ادعا د کوین ښار د بل فاست پوهنتون یو شمیر پوهان وهڅول چې دا نظریه د مختلفو اړخونو څخه وازمایي، تر څو دا ومومي چې آیا د زهرې په اتموسفیر کې په پوره اندازه اوبه شته چې ژوند ممکن کړي یا نه.

هغوی ویلي دي چې په زهره کې د رطوبت کچه سل ځلې له هغه اندازې ټیټه ده چې میکروبونه په کې وده کولای شي.

په زهره سیاره کې د ژوند د موندلو نظریه نامعقوله بریښي ځکه دغه بې ثمره سیاره د کابن ډای اکساید په پنډ اتموسفیر احاطه شوې ده. پدې سیاره کې د حرارت درجه د فارنهایت نژدې ۹۰۰ درجې ده.

هغه وریځې چې ددې سیارې په شاوخوا کې څرخي د سلفوریک له څاڅکو جوړې شوي چې ډیر زیات تیزابي خاصیت لري او بشر یې د اندازه کولو وسیله نلري.

زهرې ته د ۲۰۳۰ کال لپاره درې نور ماموریتونه طرحه شوي او پوهان پدې نظر دي چې یو ددې ماموریتونو څخه دې پوښتنې ته ځواب ووایي چې آیا څو میلیارده کاله دمخه په زهره کې ژوند وه او که نه.

XS
SM
MD
LG