د لاس رسي وړ اتصالات

برتانیې د فایزر – بایونټیک واکسین منظور کړ


برتانیه لومړنی هیواد شو چې د کرونا واکسین کیدل یې منظور کړل.
برتانیه لومړنی هیواد شو چې د کرونا واکسین کیدل یې منظور کړل.

برتانیه د نړۍ لومړنی هیواد شو چې د کرونا ضد واکسین منظوروي. د برتانیې د دارو درملو او روغتیایي موادو د تولید د څار ادارې (MHRA) د فایزر – بایونټیک لخوا جوړ شوي واکسین ته په بیړنيو مواردو کې کار اخیستو اجازه ورکړله.

د برتانیې صدراعظم بوریس جانسن دا ښه خبر وباله خو خبرداری یې ورکړی چې خلک باید ډیر خوښ نه وي. ښاغلي جانسن پارلمان ته وویل، " په اوس وخت کې د ډیره مهمه ده چې د واکسین د چټکتیا لپاره خلکو توقعات باید ډیر لوړ نه وي".

ښاغلي جانسن همدارنګه پخپلو خبرو کې ومنله چې د هیواد ټولو شاوخوا ۶۷ میلونو وګړو واکسین کول به ګران کار وي.

د فایزر او بایونټیک شرکتونو د واکسین په کلینیکي آزمایښتونو کې ویلي و چې واکسین یې د کرونا ویروس د خپریدو په مخنیوي کې ۹۵ په سلو کې موثریت درلود.

د کرونا ویروس د پیدا کیدو نه شاوخوا یو کال وروسته د واکسین د کارولو منظوري د ساینس، د فایزر شرکت د مشر البرټ بورلا او د جرمني د بایو ټکنالوژۍ د شریک بایونټیک لپاره ښه خبر دی.

د امریکا په متحدو ایالاتو او اروپایي اتحادیې کې لا هم څارونکي د فایزر واکسین د آزمایښتې دورې په هکله معلومات راټولوي خو لا یې هم د کارولو اجازه نده ورکړې.

د کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره تیر کال په همدې شپو ورځو کې په چین کې پیدا شوي خو د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې اوس یې د نړۍ په ۱۹۶ هیوادونو کې څه باندې ۶۳ ملیونه کسان نیولي.

کرونا په نړۍ کې د ټولو نه زیات امریکا ځپلې.

د امریکا د جان هاپکینز د پوهنتون د معلوماتو له مخې د امریکا په متحدو ایالاتو کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د ۲۵۰۰ نه زیات کسان د کرونا په ویروس اخته شوي.

تر دې وړاندې دومره ډیر کسان په یوه ورځ په امریکا کې د تیر کال د اپریل په میاشت کې په کرونا اخته شوي و.

XS
SM
MD
LG