د لاس رسي وړ اتصالات

دیني عالمان: خلک باید د پولېو واکسین په تطبیق کې پوره ونډه واخلي


آرشیف
آرشیف

په کندز کې دیني عالمان له خلکو غواړي چې باېد خپل اولادونه واکسین کړي، او د پولېو له مرض څخه خپل او په خپل ګاونډ کې ماشومان وژغوري.

د کندز یو تن دیني عالم مولوي رشاد پر خلکو او عالمانو غږ کوي چې د پولېو د برخې له کارکوونکو سره مرسته وکړي او ماشومانو ته کور په کور د پولېو څاڅکي ورسوي.

هغه وویل: "... د واکسینو د تطبیق په خاطر باېد خلک او علما له دوی څخه خپلې مرستې ونه سپموي، دغه کمپاینونه باېد کور په کور تطبیق شي چې له پولېو پاک افغانستان ولرو".

ډاکټران او دیني عالمان وايي چې له ناروغېو څخه د ټولنې ساتنه د هر فرد فرض دی، او خلک دغه وجیبه هغه وخت په سمه توګه ادا کولای شي چې په کورنېو کې خپلو اولادونو ته د پولېو څاڅکي ورکړي او هغه سالم را لوی شي.

د کندز ولاېت د کتلوي معافېت سوپرواېزر محمد اشرف وايي، کوزڼ ېو خطرناکه ناروغي ده، او د پولېو د دوه څاڅکو له لارې ماشومان له ګوزڼ څخه خلاصون موندلای شي.

ښاغلي اشرف دا هم ووېل چي نوي پیدا شوي ماشومان او یا هغه ماشومان چې عمر یې تر پنځو کلونو کم وي، باېد څو ځلې واکسین شي ځکه چې د پولېو ناروغي په هغو [ماشومانو] کې زېاته لیدل کیږي.

هغه زیاته کړه: "... ګوزڼ وژونکی او معیبونکی مرض دی او یواځینې لاره یې د واکسین اخیستل دي. که چېرې یو ماشوم ته واکسین تطبیق نشي نو ډیر احتمال لري چې پښه، لاس او یا ملا یې فلج شي".

د کندز یو عام اوسېدونکی عبدالحکیم وايي، هغه کسانو چې د ماشومتوب پر مهال واکسین نه دی تطبیق کړي، اوس یې ځینې یا ګوزڼ وهلي او یا په پښه فلج دي.

کارپوهان او ډاکټران وايي، چې که عام خلک د پولېو د کمپاېنونو پر وخت له واکسیناتورانو سره مرسته وکړي او د پولېو د مخنیوي څاڅکي څو کاله سر په سر کور په کور ماشومانو ته ورسول شي نو افغانستان به له پولېو پاک هېواد اعلان شي.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG