د لاس رسي وړ اتصالات

د فراه په نا امنو ولسوالېو کې ماشومان له پولېو واکسین پاتې کیږي


آرشیف
آرشیف

په هېواد کې د ګوزڼ ناروغۍ د پېښو زیاتوالي په فراه ولایت کې هم پراخې اندېښنې راپارولي دي.

د فراه ولایتي شورا رئیس داد الله قانع وايي، د پولېو ناروغۍ مخنېوی د روغتیا له لمړیتوبو څخه دی او د عامې روغتیا له چارواکو غواړو چي د ماشومانو د ژغورنې په موخه د فراه په ولسوالېو کې په پراخه کچه کمپاېنونو پېل کړي.

ښاغلي قانع ووېل: "... د روغتیا د چارواکو څخه مې غوښتنه دا ده چې په صادقانه ډول ټولو ماشومانو ته واکسین تطبیق کړي او د ستونزو د هوارولو په موخه خپلې هڅې ګړندی کړي".

هغه په وسله والو مخالفینو هم غږ وکړ چې د دې ساري ناروغۍ د مخنيوي لپاره د پولېو واکسین تطبیق ته اجازه ورکړي.

په همدې حال کې د فراه د کتلوي معافیت آمر ډاکټر عبدالواحد فراهي وايي، د فراه په ښار کې هر ځل ماشومانو ته د پولېو واکسین په سمه توګه تطبیق کیږي، خو د امنیتي ننګونو له امله په ولسوالېو کې زیات شمېر ماشومان له ګوزڼ ضد واکسین څخه بې برخې پاتې کیږي.

ښاغلي فراهي وویل: "مونږ د دولت تر ولکې لاندې سیمو کې هېڅ ډول ستونزه نلرو، حتا هره اونۍ پکې نظارت کوو. خو له بده مرغه ستونزه په ولسوالېو کې ده، هلته موږ د نظارت اجازه نلرو او د نظارت پرته بیا واکسین ټولو ماشومانو ته په سمه توګه نه رسول کیږي".

د فراه اوسېدونکي بیا په کلېوالې سېمو کې د پولیو واکسین پر وړاندې د ستونزو هوارولو په موخه د دیني عالمانو رول مهم بولي.

د فراه اوسیدونکی محمد یونس څپاند وايي: "پولېو واکسین د اسلام له نظره حلال دی او د نړۍ ټول دیني عالمانو پدې سلا دي، نو دوی [دیني عالمان] باېد خلکو ته ووایي چې پولېو واکسین ماشومان د ګوزڼ له ناروغۍ څخه ژغوري".

په ماشومانو کې ګوزڼ په ډېره لوړه کچه خطرناکه او ساري ناروغۍ ده، چې تر اوسه ېې د درملنی په موخه درمل ندي جوړ شوي، خو د پولېو دوه څاڅکې واکسین کولای شي د ټول عمر لپاره د دغه ناروغۍ مخنېوی وکړي.

تير کال په افغانستان کې د پولیو د مثبتو پېښو شمېر ۲۹ ته رسیدلی وو، خو سږکال دا شمیر ۵۳ ته لوړ شوی چې نږدې دوه برابره زیاتوالی ښيي.

XS
SM
MD
LG