د ننګرهار یو شمېر اوسیدونکي وایي، کم عمره ځوانانو ته واده کول د ګڼو نورو ستونزو تر څنګ د دوی د پیدا کېدوونکو ماشومانو ژوند هم ننګوي.
د میدان وردګ ولایت یو شمېر اوسیدونکي د خوښۍ په څرګندولو سره وايي چې اوسمهال یاد ولایت کې د ګوزڼ څاڅکي هر ماشوم ته کور په کور رسیږي او کورنۍ هم د عامه پوهاوي له کبله خپل له پنځو کالو کم عمره ماشوم واکسینوي.
د بغلان اوسیدونکي وايي، په افغانستان کې د پولیو پر وړاندې مبارزه ګړندۍ شوې، چې په ولایتونو کې یې د ښځینه مبلغینو ګډون او زیاتوالی یوه بېلګه ده.
د کابل ښار یو شمېر روغتیايي کارکوونکي وايي، په پلازمېنه کابل کې د ګوزڼ (پولیو) د مخنیوي لپاره د لابراتوار پرانېستل ډېر ښه اقدام دی او په راتلونکي کې به یې اغېزې ډېرې وي.
د پوليو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې فعال واکسيناتور وايي، چې ځينې کورنۍ د ناروغۍ پر مهال خپلو ماشومانو ته له واکسين کولو ډډه کوي.
روغتیایي مسؤولین وایي، والدین دې خپل اولادونه د پولیو په شمول د مختلفو ساري ناروغیو په وړاندې هرومرو واکسین کړي.
د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست مسؤولین وایي چې د افغانستان په ختیځ زون کې د رضاکارانو شمېر زیات شوی او اوس کولای شي په سمه توګه ټولو سیمو ته رسیدګی وکړي.
د افغانستان په سویل ختیځه حوزه کې د پولیو واکسین په وړاندې د خلکو منفي حساسیت ورځ تربلې په کمیدو دی او اوسمهال په زیاتره سیمو کې په لیوالتیا سره خپل ماشومان واکسینوي.
نور پورته کول