د لاس رسي وړ اتصالات

پر ایران د اسرائیل د برید د راپورونو په اړه نړیوال غبرګونونه


جي-۷، چې د بهرنیو چارو وزیران یې په ایټالیا کې راټول شوي، په منځني ختیځ کې د کړکیچ د پراخېدو د مخنیوي غوښتنه کړې ده.
جي-۷، چې د بهرنیو چارو وزیران یې په ایټالیا کې راټول شوي، په منځني ختیځ کې د کړکیچ د پراخېدو د مخنیوي غوښتنه کړې ده.

د ایران په اصفهان ولایت باندې، چیرې چې تهران پوځي اډې او اټومي تاسیسات لري، د سرائیل د هوايي برید په اړه د راپورونو له خپرېدو وروسته نړیوالو بیلابیل غبرګونونه ښودلي دي.

د اوو صنعتي هېوادونو (جي-۷) د بهرنیو چارو وزیرانو د جمعې په ورځ اپریل ۱۹ (وري ۳۱) په "ټولو خواوو" غږ وکړ چې په منځني ختیځ کې "د کړکیچ د پراخېدو د مخنیوي لپاره کار وکړي."

د جي-۷ په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي: "د اپریل د ۱۹مې نېټې د بریدونو د راپورونو په رڼا کې، موږ له ټولو خواوو څخه غواړو چې د جګړې د پراخېدو د مخنیوي لپاره کار وکړي. جي-۷ به دې کار ته دوام ورکړي."

د ایټالیا، بریتانیا، امریکا، فرانسې، جرمني، جاپان او کاناډا د بهرنیو چارو وزیرانو ویلي چې دوی "له ایران او ورسره تړلو ډلو غواړي چې خپل بریدونه ودروي."

د جې-۷ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د ایټالیا په کاپري ټاپو کې له یوې غونډې وروسته وویل: "موږ به د ایران حکومت د خپلو ناوړه او بې ثباته کوونکو کړنو حساب ورکولو ته اړ کړو."

امریکا

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په ایران باندې د اسرائیل د هوايي برید د راپورونو په اړه د کره معلوماتو پر نشتوالي ټینګار وکړ.

بلینکن چې د جي-۷ د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې د ګډون دپاره ایټالیا ته تللی، په یو خبري کنفرانس کې وویل: "زه د پېښو د راپورونو په اړه خبرې نه کوم... زه یوازې دومره ویلای شم چې زموږ او د جي-۷ د ټولو غړو هڅه او تمرکز د تاوتریخوالي پر کمولو باندې دی."

روسیه

روسیې د جمعې په ورځ وویل هغه راپورونه څاري چې اسرائیل پر ایران برید کړی او له ټولو خواو غواړي چې د کړکېچ د لا زیاتېدو د مخنیوي لپاره له زغم څخه کار واخلي.

د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف وویل: "موږ له ټولو خواوو د زغم غوښتنې ته دوام ورکوو څو له هر هغه اقدام څخه ډډه وکړي چې په دې حساسه سیمه کې د تاوتریخوالي لامل کیږي."

چین

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لين جيان وويل، هېواد یې له هر هغه اقدام سره مخالف دی چې کړکېچ لاپسې زياتوي او بیجینګ به د تاوتریخوالي د کمولو لپاره رغنده رول ولوبوي.

د اتومي انرژۍ نړیواله اداره

د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ د څار ادارې په ایکس شبکې کې لیکلي چې دا اداره "تائیدوي چې د ایران اټومي تاسیساتو ته کوم زیان نه دی رسیدلی. عمومي رئیس رافایل ګروسي له ټولو خواوو څخه د زغم غوښتنه کوي او یو ځل بیا ټینګار کوي چې اټومي تاسیسات باید هیڅکله په نظامي شخړو کې هدف نه وي. د اټومي انرژۍ نړیواله اداره وضعیت له نږدې څاري."

عمان

د عمان د بهرنیو چارو وزارت وویل: "د عمان سلطنت په سیمه کې دوامدار کړکیچ څاري او په اصفهان کې د نن سهار د اسرائیل برید غندي." د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې ده چې عمان همدارنګه "په سیمه کې د اسرائیلو دوامدار پوځي بریدونه غندي."

د بهرنیو چارو وزارت ویلي: "عمان یو ځل بیا له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د خبرو، ډپلوماسۍ او سیاسي حل لارې د کړکېچ او شخړې لاملونه او ریښې په ګوته کړي او په غزه کې د اوربند پر هڅو تمرکز وکړي ترڅو د فلسطین د مسئلې د حل دپاره نړیوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو پریکړو ته په کتو سره یو عادلانه او تلپاتې نتیجې ته ورسیږي."

اروپايي اتحادیه

د اروپایی کمیسیون مشرې اروسولا وان در لاین وویل: "موږ باید ټولې ممکنې هڅې کړو ترڅو ټولې خواوې په دې سیمه کې د تاوتریخوالی مخه ونیسي... دا خورا اړینه ده چې سیمه باثباته پاتې شي او ټولې خواوې له نورو اقداماتو څخه ډډه وکړي."

بریتانیا

د بریتانیا صدراعظم ریشي سوناک وویل: "موږ د شنبې په ورځ د اسرائیل په وړاندې د ایران بې پروا او خطرناک د توغندیو برید وغنده او اسرائیل په بشپړ ډول د ځان د دفاع حق لري. مګر لکه څنګه چې ما له صدراعظم نتنیاهو سره په خبرو کې وویل او په عمومي توګه، د کړکېچ د پام وړ زیاتوالی د هیچا په ګټه نه دی. هغه څه چې موږ یې لیدل غواړو په ټوله سیمه کې زغم او حوصله ده."

ایټالیا

د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر انتونیو تاجاني چې د جي-۷ هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو کوربه دی، رسنیو ته وویل: "موږ ټولو خواوو ته بلنه ورکوو چې محتاط واوسي او د تاوتریخوالي له زیاتولو ډډه وکړي."

سویډن

د سویډن د بهرنیو چارو وزیر توبیاس بلسټروم وویل: "دا هغه څه دي چې زموږ حکومت یې خورا جدي بولي او له نږدې یې څارو. د ډزو تبادله او تاوتریخوالی باید پای ته ورسیږي."

هسپانیا

د هسپانیا صدراعظم پیډرو سانچیز د جمعې په ورځ له ټولو خواوو وغوښتل چې "په منځني ختیځ کې د شخړې له زیاتیدو" څخه ډډه وکړي.

سانچیز په ایکس شبکې کې لیکلي: "موږ باید د هر هغه اقدام څخه ډډه وکړو چې په منځني ختیځ کې د شخړې د زیاتیدو لامل کیږي. روان وضعیت په جدي توګه د ټولو اړخونو مسؤلیت او زغم ته اړتیا لري."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG