د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي او اسرائیلي چارواکو پر ایران د اسرائیل د هوايي برید خبر ورکړی - امریکايي رسنۍ


د ایراني رسنیو په حواله، په اصفهان ښار کې د درنو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.
د ایراني رسنیو په حواله، په اصفهان ښار کې د درنو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

د متحده ایالاتو رسنیو د امریکايي او اسرائیلي چارواکو په حواله چې نومونه یې ندي اخیستل شوي، خبر ورکړی چې اسرائیل د جمعې په ورځ اپریل ۱۹ (وري ۳۱) پر ایران هوايي برید کړی دی.

نيويارک ټايمز او واشنګټن پوسټ د اسرائيلي چارواکو له خولې ليکلي، چې اسرائيل پر ايران هوايي بريد کړی دی. خبري رسنیو د امریکايي چارواکو له قوله دا د توغندیو برید بللی دی.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، په اصفهان ښار کې په ځايي وخت د جمعې په سهار د څو چاودونو غږونه اورېدل شوي دي.

یو لوړ پوړې امریکايي چارواکي د اې بي سي تلویزیون ته ویلي چې اسرائیلو په ایران کې په یو سایټ باندې د توغندیو برید کړی دی. دغه چارواکي ددغو توغندیو د لګیدلو د وخت او د لګیدلو د ځای په اړه څه نه دي ویلي.

د سي این این تلویزیون هم د ایران حکومت ته نږدې د فارس خبري اژانس له قوله خبر ورکړی چې د دریو چاودنو غږونه چې یوې پوځي اډې سره لګیدلي اوریدل شوي دي. ددې راپور له مخې د ایران په شمال لودیځ د اصفهان په ښارکې په دغه نظامي اډه کې ایراني جت الوتکې ساتل کیږي.

د چاودنو په اړه د راپورونو له خپرېدو شاوخوا یو ساعت وروسته، د اسرائیل د پوځ یو ویاند له امریکا غږ سره په تماس کې وویل چې هغه "اوس مهال" کومه تبصره نه کوي. سپینې مانۍ هم تراوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

د امریکا د دفاع وزارت یو چارواکي د فرانس پرس خبري اژانس د پوښتنې په ځواب کې ویلي چې" اوس مهال مونږ د ویلو لپاره څه نلرو."

د چاودنو د غږ د اوریدو وروسته یو ایراني چارواکي وویل چې څو بې پیلوټه الوتکې (ډورن) نسکورې شوې دي، خو زیاته یې کړه چې" تراوسه د توغندیو هیڅ برید" پر دغه هیواد نه دی شوی.

د ایران د ملي مجازي فضايي مرکز ویاند حسین دلیریان د ایکس په خپله پاڼه لیکلي:" تر دغې شیبې پورې، د سرحدونو څخه بهر هیڅ کوم هوايي برید پر اصفهان او یا د هیواد په کومه بله برخه نه دی شوی او یوازې د کوادکوپتر ( یو ډول ډرون الوتکې) د الوزولو یوه ناکامه او د سپکاوي ډکه هڅه شوې چې کوادکوپترونه هم نسکور شوي دي."

دلیریان د ایکس په پاڼه په یو بل پیغام کې د امریکايي رسنیو راپورونه چې اسرائیل په ایران برید کړی هم رد کړي دي.

هغه د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي:" داسې ښکاري چې امریکايي رسنیو خوب لیدلی دی، چې اسرائیل پر ایران باندې برید کړی دی؛ او که نه د څو کوادکوپترونه ( ډرون الوتکو) ناکامه برید چې بالاخره دغه څو الوتکې هم نسکورې شوې، د نړۍ په هیڅ کومه برخه کې برید په توګه نه پیژندل کیږي".

د ایران د رسمي خبري اژانس ایرنا د راپور له مخې د جمعې د ورځې په سیمه ییز وخت د سهار شاوخوا څلور بجې " د اصفهان ۸ ښکاري اډې هوايي دفاع د تعقیب لپاره چمتو شوه او د دافع هوا غږ د اصفهان د شمال ختیځ لورې څخه واوریدل شو."

د ایران د پوځ د هوايي ځواکونو اتمه ښکاري اډه د اصفهان هوايي ډګر سره نږدې اود قهجاورستان د سیمې سره په څنګ کې موقعیت لري. همداشان د ایرنا د راپور له مخې د ایران هوايي دفاعي سیستم په څو ښارونو کې فعال دی.

د فرانس پرس خبري اژانس د چاودنو د غږ وروسته د ایران د تسنیم خبري اژانس له قوله راپور ورکړی چې د اصفهان په ښار کې د ایران اتومي تاسیسات په " بشپړ ډول خوندي" دي.

تسنیم خبري اژانس د "موثقو"سرچینو له قوله خبر ورکړی چې " د اصفهان ولایت اتومي تاسیسات په بشبړ ډول خوندي دي".

په عین وخت کې اسرائیلي پوځيانو د فرانس پرس خبري اژانس ته د اصفهان په ولایت کې د چاودنو په اړه ویلي چې" مونږ اوس مهال په دې اړه کوم نظر نلرو."

د ایران مهر خبري اژانس د راپور له مخې د تهران، اصفهان، شیراز او د لودیځو، شمال لودیځو او جنوب لودیځو سیمو د هوايي ډګرونو کې الوتنې ځنډیدلې دي.

ددغو چاودنو اوازونه څلور ورځې وروسته له هغې اوریدل شوي چې ایران د سوریې په پایتخت دمشق کې په خپلې قونسلګرۍ باندې د برید په ځواب کې په یو بې ساري اقدام کې د شنبې په شپه پر اسرائیلو باندې سلګونه توغندي او بې پیلوټه الوتکو بریدونه وکړل، خو اسرائیلي چارواکو ویلي چې ددغو توغندیو او بې پیلوټه الوتکو ۹۹ فیصده بریدونه یې هدف ته د رسیدلو وړاندې شنډ کړي دي.

تهران ویلي چې پر اسرائیلو باندې د شنبې د ورځې بریدونه یې د سوریې په پایتخت دمشق کې د ایران په قونسلګرۍ باندې د اسرائیلو د برید د غچ اخیستلو لپاره کړي دي. په سوریه کې په دې برید کې د ایران د سپاه پاسداران د قدس د ډلې د لوړ پوړې قومندان محمد رضا زادهدي او د هغه مرستیال په ګډون اوه غړي وژل شوي وو. اسرائیل دمشق کې د ایران په قونسلګرۍ د برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

امریکا او نورو لویدیځو قدرتونو د اسرائیل له حکومته غوښتي چې د شخړې له زیاتیدو ډډه وکړي. امریکايي چارواکو ویلي وو چې دوی نه غواړي امریکايي ځواکونه د اسرائیل په غچ اخیستونکي اقدام کې برخه واخلي.

د اتلانتیک په شورا کې د منځني ختیځ د امنیتي چارو شنونکي احمد فواد الخطیب امریکا غږ ته وویل چې د بایډن اداره د اسرائیل اړتیا درک کړې چې د یکشنبې د ایران د برید لپاره د "حیثیت ساتلو" دپاره غچ واخلي.

الخطیب وویل: "د اسرائیل هر برید به د متحده ایالاتو ښکیلتیا، همکارۍ، ملاتړ او حتمي تائید ته اړتیا ولري، چې دا د بایډن ادارې د ادعاوو په کره والي کې شک رامنځته کوي چې وايي د اسرائیل په غچ اخیستنې کې به ښکیل نه وي."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG