د لاس رسي وړ اتصالات

ایران وايي پر امریکا او بریتانیا یې د اسرائیل د ملاتړ له کبله بندیزونه لګولي


د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې په یو شمېر امریکايي او بریتانوي اشخاصو بندیزونه اعلان کړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې په یو شمېر امریکايي او بریتانوي اشخاصو بندیزونه اعلان کړي.

ایران د پنجشبنې په ورځ مۍ دوهمه (غوايي ۱۳) اعلان وکړ چې په غزه کې له حماس سره په جګړه کې د اسرائیل د ملاتړ له کبله یې په یو شمېر امریکايي او بریتانوي اشخاصو او ادارو بندیزونه لګولي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د امریکا د پوځ د ځانګړو عملیاتو قومندان براین فینټن او د امریکا د سمندري ځواکونو پخواني قومندان براډ کوپر په ګډون پر اوو امریکايي اشخاصو بندیزونه لګول شوي دي.

په بریتانوي چارواکو او ادارو کې چې بندیزونه ورباندې لګول شوي، د دفاع وزیر ګرانټ شاپس، د برتانیا د پوځ د ستراتیژیکو چارو قوماندان جیمز هاکن هول او په سره سمندر کې د بریتانیا شاهي سمندري قطعه شامله ده.

د متحده ایالاتو د لاک هیډ مارټین او شیورون پر شرکتونو او د بریتانیا پر ایلبیټ، پارکر میګیټ او رافیل شرکتونو باندې هم بندیز لګول شوی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي، په بندیزونو کې ددغو اشخاصو او شرکتونو اړوند"د ایران په مالي او بانکي سیسټمونو کې د حسابونو او راکړې ورکړې بندول، د ایران د اسلامي جمهوریت په حدودو کې د شتمنیو کنګل کول او همدارنګه د ایران د ویزې اخیستلو او تګ څخه منع کول شامل دي."

په دغو اشخاصو او ادارو او همدارنګه د هغوی پر شتمنیو او له ایران سره پر معاملې باندې د تازه اعلان شویو بندیزونو اغېز لا تراوسه روښانه نه دی.

د غزې په تړانګه کې جګړه وروسته له هغه پیل شوه چې د اکتوبر په اوومه د حماس اورپکو په اسرائیل کې برید وکړ چې د اسرائیلي رسمي شمیرو له مخې، ۱۱۷۰ زیاتره ملکي وګړي پکې ووژل شول.

ایران د حماس ملاتړ کوي خو په دغه برید کې یې مستقیم لاس لرل رد کړي دي.

په غزه کې د روغتیا وزارت په خبره، د حماس پر ضد د اسرائیل د ځوابي عملیاتو له پیل راهیسې په غزه کې لږ تر لږه ۳۴۵۶۸ کسان وژل شوي، چې اکثره یې ښځې او ماشومان دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG