د لاس رسي وړ اتصالات

مک مسټر: افغانستان به د تروریزم لپاره خوندي ځای نه وي


د امریکا د ملي امنیت د شورا مشر په کابل کې له ولسمشر اشرف غني او اجرايي رئیس عبدالله عبدالله سره ولیدل.

د ارګ اعلامیه وايي چې دغو مشرانو په افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد مبارزې او ځینو نورو مهمو مسایلو باندې خبرې وکړې.

د ارګ اعلامیه وايي ښاغلي مسټر وویل" د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو او په افغانستان کې د مېشتو نړیوالو ځواکونو د ګډو هڅو او مبارزو له امله به افغانستان د تروریزم لپاره خوندي ځای نه وي او افغانستان دې د خپلو اړتیاو په کمولو سره بین المللي ملاتړ وساتي".

نوموړي همدغه راز ویلي چې له افغان مشرانو سره "په کوم لحن او فضا کې د مسایلو په اړه بحث او خبرې کېږي دا تر پنځه کاله پخواني لحن څخه ډېر فرق لري او د دواړو هېوادونو د ښو اړیکو او مناسباتو ښکارندویي کوي."

اعلامیه وايي ښاغلي مسټر همدغه راز په افغانستان کې د اداري فساد په ضد مبارزه او اصلاحاتو په برخه کې د افغان حکومت هلې ځلې هم وستایل.

ارګ وايي ولسمشر غني امریکايي پلاوي ته وویل " تروریزم چې د سیمې او نړۍ د امنیت او ثبات لپاره جدی تهدید دی، که پر وخت د دغه تهدید د دفعه کولو کوښښ ونه شي، نو د راتلونکو پنځو نسلونو پر ژوند به بدې اغېزې ولري".

د امریکا د ملي امنیت مشاور مک مسټر د ټرمپ د حکومت تر ټولو لوړپوړي چارواکی دی چې کابل ته ځي.

مخکنی راپور

ارګ وايي، چې د امریکا د ملي امنیت شورا رئیس جنرال هربرت ریمونډ مک‌ماسټر، د یو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی او د افغان حکومت له لوړپوړو چارواکو سره د یو لړ مهمو مسلو پر سر خبرې کوي.

د افغان ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه‌پال امریکا غږ اشنا ته وویل، چې ښاغلی مک‌ماسټر به د ولسمشر غني او اجرائیه رئيس سربیره د افغانستان د کابینې له یو شمیر غړو سره هم لیدنه وکړي.

ښاغلي مینه‌پال وویل "دا د امریکا او د افغانستان د اړیکو نوی پړاو دی او دلته به ډیر زیات له تروریزم سره د مبارزې او د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر تجهیز او روزنه باندې به بحث کیږي او له افغانستان سره د متحده ایالاتو پر مرستو باندې به خبرې کیږي."

ارګ په خپل ټویټر پاڼه کې هم کابل ته د جنرال هربرت مک‌ماسټر د راتګ ښه راغلاست ویلی او له افغانستان څخه یې د هغه د پرله پسې ملاتړ له امله مننه کړې ده.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمدحنیف اتمر هم په خپل ټویټر پاڼه کې، کابل ته د خپل امریکايي سیال جنرال هربرت مک‌ماسټر د راتګ خبر ورکړی او ویلي یې دي "موږ به رغنده غونډې په مخ کې ولرو."

په همدې حال کې د افغانستان د دفاع وزارت د لوی درستیز مرستیال جنرال مراد علي مراد د یک‌شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې دغه پلاوی به سبا د دفاع وزارت له چارواکو سره هم لیدنه وکړي.

د جنرال مراد پر وینا د ښاغلي مک‌ماسټر په مشرۍ دغه امریکايي پلاوی به په خپل سفر کې د افغانستان د اوسني وضعیت او د دواړو هیوادونو ترمنځ د شویو ژمنو ارزونه وکړي.

هغه وویل "موږ تمه لرو، چې د امریکا د لوړپوړي پلاوي په سفر کې، د افغانستان له روان وضعیت څخه، کومې لاسوهنې چې دلته کیږي او هغه شل تروریستې ډلې چې په کور دننه او له افغانستان څخه بهر دلته تمولیږي، له دغو ټولو یو رښتینی انځور له ځان سره یوسي، ترڅو د هغو ژمنو له مخې چې د کابل او واشنګټن ترمنځ شوې دي، هر کس خپله دنده په سمه توګه ترسره کړي او افغان امنیتي ځواکونه لاپسې تجهیز او تمویل کړي، ترڅو له تروریزم سره په مقابله کې په خپله د افغانستان ځواکونه په ځان بسیا شي."

د امریکا د ولسمشر په توګه د ښاغلي ټرمپ له ټاکل کیدو څخه شاوخوا درې میاشتې تیریږي، خو لا هم د افغانستان په اړه د امریکا د ستراتیژۍ جزئيات روښانه شوي نه دي. داسې تمه کیږي، چې د افغانستان له وضعیت څخه د جنرال مک‌ماسټر ارزونه به د دې ستراتیژۍ جزئيات په ډاګه کړي.

یو شمیر افغان کارپوهان کابل ته د امریکا د ملي امنیت شورا رئیس سفر مهم ګڼي او وايي، چې د دغه سفر په نتیجه کې به د افغانستان په اړه د امریکا ستراتیژي روښانه او په دغه هیواد کې د بهرنیو ځواکونو د برخلیک په اړه مهمې پریکړې وشي.

په کابل کې د ایساف په مشرۍ د ناټو د ځواکونو پخواني سلاکار امین الله حبیبي امریکا غږ سره په خبرو کې د افغانستان په هکله د امریکا د پالیسۍ روانه ارزونه مهمه وبلله او ويې ویل، چې دا ارزونه به د افغانستان په اړه د امریکا د نوې ادارې ستراتیژي روښانه کړي.

ښاغلي حبیبي په نوې پالیسۍ کې د بدلون یوه مسله په افغانستان کې میشتو امریکایي ځواکونو ته جګړې په ډګر کې د واک ډیرول وښودل.

هغه وویل "احتمالآ به نړیوالو ځواکونو ته زیات اختیارات ورکړل شي ترڅو په جګړه کې خلاص مت باندې وجنګیږي او یوازې ماموریت یې د تروریزم سره جګړه نه وي، بلکې افغان ځواکونو سره د جګړې په ډګر کې ملګرتیا یې هم په ماموریت شامله وي ".

ښاغلی حبیبي وايي، په افغانستان کې امنیتي حالات د اندیښنې وړ دي او د جګړې په روان فصل کې د جګړو د لا پراخه کیدو په باب هم د امریکایي پوځیانو او هم د نړیوالې ټولنې اندیښنې زیاتې شوي دي.

د ۲۰۱۴ کال وروسته امریکايي او ناټو ځواکونه څخه د جګړې په ډګر کې د ګډون واک اخیستل شوی وو او د دغو ځواکونو ماموریت د افغان ځواکونو روزنې او هغوی ته د سلا مشورو ورکولو پورې محدود شوی وو.

XS
SM
MD
LG