د لاس رسي وړ اتصالات

مک ماستر – د افغانستان لپاره د ټرمپ د ستراتیژۍ ټاکونکی


ښاغلي مک ماستر په دوو اسلامي هیوادونو افغانستان او عراق کې خدمت کړی دی
ښاغلي مک ماستر په دوو اسلامي هیوادونو افغانستان او عراق کې خدمت کړی دی

په داسې حال کې چې په افغانستان کې میشت د ناټو او امریکایي قواو قوماندان دې هیواد ته د زیاتو سرتیرو د استولو غوښتنه کړې، کابل زیات تجهیزات غوښتي. ټرمپ به کومه غوښتنه ومني.

د دونالد ټرمپ د حکومت له جوړیدو څخه درې میاشتې تیریږي خو د افغانستان لپاره د امریکا ستراتیژي لا هم پوره نه ده څرگنده شوی. د یو شمیر کارپوهانو په اند دغه کار سبب شوی چې روسیه او ایران د افغانستان په مسایلو کې په زړوتیا ورگډ شي.

ټاکل شوې چې د جمعې په ورځ مسکو د افغانستان د سولې په هکله د یو کنفرانس کوربتوب وکړي چې د ایران او پاکستان په گډون د سیمې ١١ نور هیوادونه په کې برخه لري. واشنگټن د مسکو له خوا وربلل شوی خو په دې غونډه کې یې له گډون نه ډډه کړې.

ښاغلي ټرمپ د خپل جمهوري ریاست په ٨٣ ورځ د ناټو د عمومي منشي سره په یو گډ خبري کنفرانس کې وویل چې خپل د ملي امنیت سلاکار هربرت رموند مک ماستر به د افغانستان د وضیعت د څیړلو لپاره هغه هیواد ته واستوي.

مک ماستر څوک دی؟

مک ماستر په ۲۰۱۰ کال کې د افغانستان د امنیت لپاره د نړیوالو مرستندویه ځواکونو (ایساف) په چوکاټ کې د شفافیت د کاري قواو د قواندان په توگه وټاکل شو او مسولیت یې په افغانستان کې د اداري فساد پر ضد په ځانگړې توگه د بهرنیو قواو په قراردادونو د فساد سره مبارزه وه.

د افغانستان د مسایلو د څیړونکي بارنت روبین په څیر یو شمیر کارپوهان په دې باور دي چې ښاغلي مک ماستر په دوو اسلامي هیوادونو افغانستان او عراق کې خدمت کړی او د هغه یوه ځانگړتیا داده چې مسلمانانو ته درناوی لري.

د ښاغلي روبن په وینا " ډیر لوی درس چې په دغو دوو هیوادونو کې یې باید زده کړو دادی: کله چې تاسې په یو مسلمان هیواد کې جنگیږئ باید د هغه هیواد خلکو، فرهنگ او د هغوی اعتقاداتو ته درناوی وکړئ. هغه په عراق کې خپلو سرتیرو ته ویلي وو چې "هر کله چې تاسې یو عراقي ته سپکاوی وکړئ په حقیقت کې له دښمن سره همکاري کوئ".

له دې برسیره ښاغلی مک ماستر په بربنډو خبرو او حتی د خپلو آمرینو سره په مخالفت مشهور دی.

ښاغلی مک ماستر د ۲۰۱۳ کال په جولای کې په یوه مقاله کې چې په نیویارک ټایمز کې چاپ شوه په افغانستان د جگړې کولو په بڼه انتقاد کړی و. هغه ویلي وو چې د بهرنیو ځواکونو له خوا د افغانستان د معاصر تاریخ په هکله کمزوری درک، په هغه هیواد کې د اوږدمهاله امنیت د تامین لپاره د هڅو د ناکامۍ سبب شوی دی.

هغه په دې مقاله کې ویلي وو چې "دفاعي مفهمونه" نه ښایي چې د یو هیواد ټولنیز، اقتصادي او تاریخي عوامل له پامه وغورځوي.

په همدې دلیل یو شمیر امریکایي کارپوهان په دې باور دي چې د مک ماستر رښتینوالی به ددې سبب شي چې هغه په افغانستان کې د امریکا پوځي ستراتیژي داسې طرحه کړي چې په هغه هیواد کې موجودو ستونزو ته ځواب وویل شي.

په بیا څیړنه کې ځنډ

د امریکا د دفاع وزارت یو پخوانی مقام وایي چې د سوریې جګړې او د شمالي کوریا تحرکاتو د امریکا د جمهور رئیس دونالد ټرمپ اداره دې ته اړ کړې ده چې د افغانستان په اړه خپله پالیسي وځنډوي‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌.

د امریکا د دفاع وزارت پخوانی مرستیال لارنس کرب، چې اوس د یو لوړ پوړي څیړونکي په توګه د امریکا د پرمختیا په تحقیقاتی مرکز کې کار کوي امریکا غږ ته ووبل چې د دفاع او بهرنیو چارو په وزارتونو کې د کارکوونکو د کموالي په وجه تر اوسه د افغنستان په هکله د امریکا د پالیسۍ لپاره کاري ټیم نه دی ټاکل شوی.

ښاغلی کرب وایي په اوس کې د امریکا د دفاع او بهرنیو چارو وزارتونه د سوریې په لانجه او د شمالي کوریا د تحرکاتو اړوند مسایلو باندې کار کوي.

د ښاغلي ترمپ د حکومت د کار له پیل وروسته شمالي کوریا څو ځلې اتوم لیږدونکي میزایل وازمایل او سوریې په دې وروستیو کې پر مخالفانو باندې کیمیاوي ګاز استعمال کړ. دې موضوعګانو د ټرمپ اداره ‌‌‌‌‌‌ډیره مصروفه کړې ده.

زیاتې قواوی که زیات تجهیزات؟

په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو قوماندان جان نکلسن، ویلي دي چې د افغانستان جگړه په ټپه ولاړه ده او د اوسني وضعیت نه د وتلو په خاطر باید هغه هیواد ته نور امریکایي سرتیري هم واستول شي.

له بلې خوا په واشنگټن کې د افغانستان سفیر حمدالله محب، د یو شمیر متقاعدو امریکایي دیپلوماتانو سره په خبرو کې وویل چې هیواد یې له امریکا نه غوښتي دي چې د افغانستان د ځانگړو ځواکونو لپاره د هغوی د اړتیا وړ تجهیزات چې په کې هیلکوپتر او استخباراتي تجهیزات شامل دي، برابر کړي.

د ودرو ولسن د تحقیقاتي مرکز څیړونکی مایکل کوگمن، د امریکا غږ ته وویل چې ممکن د ښاغلي ټرمپ اداره نور سرتیري هم افغانستان ته واستوي — که څه هم چې دا اقدام د امریکا د خلکو د غوښتنو خلاف دی، ځکه هغوی فکر کوي چې په افغانستان کې د امریکا د مداخلې څخه د ١٦ کالو له تیریدو وروسته اوس هم په هغه هیواد کې کړکیچ روان دی او د زیاتو قواو لیږل به د هغه هیواد مشکل حل نه کړي. خو د تجهیزاتو د برابرولو امکان هم د امریکا د اقداماتو له فهرست نه بهر نه دی.

د امریکا د دفاع وزیر پخوانی سلاکار مرستیال لارنس کرب، په دې باور دی چې د داعش په رامنځ ته کیدو سره په افغانستان کې د جگړې شرایط پیچلي شوي دي او که زیاتې امریکایي قواوی افغانستان ته واستول شي دا اقدام به طالبان اړ کړي چې د افغانستان د سولې د خبرو په بهیر کې برخه واخلي.

له بلې خوا ښاغلی کرب او ښاغلی کوگلمن دواړه وایي چې د امریکا د دفاع اوسني وزیر او د جمهور رئیس ټرمپ د ملي امنیت سلاکار دواړو د ناټو قواو په چوکاټ کې په افغانستان کې کار کړی دی او په هغه هیواد کې د امریکا د حضور په اهمیت باندې پوره خبر دي.

ښاغلی کرب وایي د امریکا د دفاع په وزیر او د ملي امنیت په سلاکار باندې د جمهور رئیس دونالد ټرمپ باور مخ په زیاتیدو دی او که هغوی افغانستان ته د زیاتو ځواکونو د استولو وړاندیز وکړي ښاغلی ټرمپ به هغه ومني.

XS
SM
MD
LG