د لاس رسي وړ اتصالات

ارګ: په اچین کې بم د افغان او امریکایي ځواکونو د مرستې لپاره اچول شوی


د ارګ په رسمي ټویټر کې لیکل شوي چې برید د افغانسان او امریکایي ځواکونو د مرستې د پاره شوی.
د ارګ په رسمي ټویټر کې لیکل شوي چې برید د افغانسان او امریکایي ځواکونو د مرستې د پاره شوی.

د افغانستان د جمهوري ریاست ماڼۍ د ننګرهار ولایت د اچین په ولسوالۍ کې د داعش په مرکزونو بم اچول تائید کړل او وایي د افغانستان او امریکایي ځواکونو د مرستې لپاره اچول شوی.

د ارګ ماڼۍ د ننګرهار ولایت د اچین په ولسوالۍ کې د داعش په څمڅو برید تائید کړی. د ارګ په ټویټر کې لیکل شوي چې امریکایي ځواکونو دغه برید داعش ډلې ته د ماتې ورکولو لپاره کړی.

ارګ وایي د برید هدف د افغانستان او امریکایي ځواکونو سره چې په سیمه کې تصفیوي عملیات کوي، مرسته کول او د هغوي لپاره د خطر د کیدو لپاره شوی.

په همدې حال کې د افغانستان مخکني جمهور رئیس حامد کرزي دغه برید په سختو ټکو غندلی.

کرزي پخپل شخصي ټویټر کې لیکلي دي چې دا د " تروریزم په خلاف جګړه نه بلکې د افغانستان د خاورې نه د خطرناکو او نویو وسلو د آزمایښت لپاره کار اخیستل دي. "

ښاغلي کرزي ویلي دي دا د "افغان ولس کار دی چې د امریکا مخه ونیسي."

بل پلو په واشنګټن کې د افغانستان سفیر حمدالله محب وایي چې د اچین په ولسوالیو کې د داعش د ډلې په خلاف تقریباً یوه اونۍ کیږي چې ګډ نظامي عملیات کیدل او دې ډلې پخپل شاوخوا سیمو کې بمونه خښ کړي و.

ښاغلي محب د امریکا غږ آشنا رادیو سره په مرکې ویلي دي چې د داعش وسله وال پدې خاطر چې د نظامي عملیاتو ته ځانونه بچ کړي، په همدې تونلونو کې پټیدل.

په واشنګټن کې د افغانستان سفیر دا هم وویل چې د لومړنیو راپورونو پر اساس د داعش د ډلې د پټیدو ټول مرکزونه له منځه تللي خو لا پوره جزیات نلري چې څومره کسان به پکې وژل شوي وي.

XS
SM
MD
LG