د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا له خوا د ستر بم له کارولو وروسته د ارګ او کرزي اړیکې


افغانستان د دفاع وزارت وایي په دې برید کې ۹۶ داعشیان وژل شوي او د هغوی څلور مرکزونه له منځه تللي دي.
افغانستان د دفاع وزارت وایي په دې برید کې ۹۶ داعشیان وژل شوي او د هغوی څلور مرکزونه له منځه تللي دي.

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د ننګرهار ولایت د اچین په ولسوالۍ کې د اسلامي دولت یا داعش د وسله والې ډلې پر مرکزونو د امریکا د پوځ د تر ټولو ستر بم اچولو په نتیجه کې، چې د ارګ او پخواني جمهوررئیس حامد کرزي ترمنځ اړیکو ته یې زیان رسولی، د داعش ډلې د دیارلسو مهمو قوماندانانو په ګډون ۹۶ داعشیان وژل شوي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت وایي چې د ننګرهار ولایت د اچین د ولسوالۍ د مامندو د درې د اسد خیلو په سیمه کې د اسلامي دولت یا داعش پر مرکزونو باندې دامریکا د پوځ د ټولو د ستر بم د برید وروسته په دغه سیمه کې د داعش د مرکزونو د تصفیې عملیات ډیر په احتیاط پرمخ ځي.

د دفاع وزارت د اچین د ولسوالۍ د مامندو د درې د اسد خیلو په سیمه کې د امریکا د پوځ له خوا د ټولو بمونو د مور د بم د کارولو په پایله کې د اسلامي دولت یا داعش وسله والې ډلې ته د پیښ شوي سر د زیان په اړه په یو خپور شوي راپور کې ویلي، چې په دغه بمبارۍ کې د داعش په څلورو ویجاړ شوو مرکزونو په غارونو کې د دغې ډلې ټول ۹۶ وسله وال وژل شوي، چې د داعش ډلې افغان او بهرني قوماندانان هم په کې شامل دي.

د دفاع وزارت بیان وايي، چې د داعش ډلې په وژل شوو سترو قوماندانانو کې "ابوبکر، حمزه، شاهد، عمر، د ولکان اسامه په نوم د حافظ سعید ورور، د پاکستان د پوځ پخوانی صاحب منصب ممتاز، محمد، الاګیتا هندی، یاسر خراساني، عمران، آفتاب خان پنجابي او د پاکستان له ایبټ اباد څخه شیخ اوقاص چې لښکر طیبه ډلې پورې تړاو درلود شامل دي".

همداشان د دفاع وزارت وايي، چې په هوايي بمبارۍ کې د اچین ولسوالۍ د جمال خیلو په سیمه کې د داعش د ډلې د چاودیدونکو توکو یو ډک موټر په نښه شوی او له منځه وړل شوی دی.

د ننګرهار ولایتي چارواکو د جمال خیلو د سیمې په هوایي برید کې د دوو ځانمرګوبرید کوونکو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼی وايي چې تېره شپه د اچین ولسوالۍ په باندر سیمه کې یو ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډسن موټر چې له چاودېدونکو توکو څخه بار او دوه ځانمرګي برید کوونکي پکې ناست و د بهرنیو ځواکونو طیارې په نښه کړي او له منځه وړي دي.

خوږیاڼی وايي چې دغو برید کوونکو غوښتل د اچین ولسوالۍ امنیه قوماندانۍ په نښه کړي، خو هغوی هدف ته له رسیدلو وړاندې په هوايی برید کې ووژل شول.

تر اوسه داعش وسله والو د اچین په ولسوالۍ کې د امریکا د بمونو د مور د بم د کارولو او د دغې ډلې پر وړاندې د روانو عملیاتو چې په کې داعش ډلې ته د سر د زیات زیان د رسیدلو ادعاوې شوي، څه نه دي ویلي.

د ننګرهار ولایت د اچین په ولسوالۍ کې سیمه ایز چارواکي وايي، چې د داعش د مرکزونو د تصفیې کار لا روان دی او افغان ځانګړي ځواکونه په ډیر احتیاط دا عملیات پرمخ بیایي.

دا چارواکي وايی چې افغان ځواکونو سره په دې عملیاتو کې قاطع ملاتړ ماموریت ځواکونه د هوایي ملاتړ او مشورې په برخه کې هم مرسته کوي.

د چارواکو د وینا له مخې د داعش له وسله والو د سیمې د تصفیې وروسته د دغې سیمې څخه د بې ځایه شوو کډولو بیرته ستنیدلو او هغوی سره د مرستو لپاره د یو پلان د ترتیبولو خبر هم ورکړی دی.

د ارګ او کرزي مخامخ کیدل

د ننګرهار ولایت د اچین په ولسوالۍ کې امریکا پوځ خپل ترټولو ستر بم د پنجشنبې په شپه کارولی دی.

د امریکا له خوا د دغه بم څخه کار اخیستل د افغانستان په دننه کې د یو لړ غبرګونونو سبب هم شوی دی، چې تر ټولو ستر غبرګون د افغانستان پخواني جمهوررئیس حامد کرزي څرګند کړی دي.

پخواني جمهوررئیس کرزي د امریکا د پوځ له خوا د دغه بم د کارونې د غندلو سربیره افغان حکومت هم په دې غندلی چې ولي یې امریکا پوځ ته د دغه بم څخه د کار اخیستلو اجازه ورکړې ده.

پخواني جمهوررئیس ویلي چې دې نور د ملي یووالي حکومت خپل نماینده حکومت نه ګڼي او ورڅخه ملاتړ نه کوي.

ارګ د پخواني جمهوررئیس حامد کرزي دغو څرګندونو ته په ځواب کې د خپل ټویټر په پاڼه همدومره لیکلي "هر افغان د خپل نظر د بیانولو حق لري او په افغانستان کې د بیان ازادي وجود لري."

د ارګ د دغه ټویټر په ځواب کې پخواني جمهوررئیس حامدکرزي په خپله ټویټر پاڼه لیکي "لکه څنګه چې اشرف غني، د امریکا له خوا په افغانستان کې د خپل د ټولو ستر بم د کارونې په ملاتړ څرګندونې کړي، په حقیقت کې مونږ ټول د بیان د ازادۍ له حق څخه کاراخلو".

د دغه بمي برید په خلاف د پخواني جمهور رئیس د دریځ وروسته په کابل کې د روسیې سفیر لومړنی بهرنی دیپلومات وو، چې تیره ورځ یې له پخواني جمهور رئيس حامد کرزي سره کتلي دي.

په کابل کې د امریکا سفارت د پخواني جمهوررئیس حامد کرزي څرګندونو ته له ځواب ویلو ډډه کړې ده.

XS
SM
MD
LG