د لاس رسي وړ اتصالات

د نړۍ د تر ټولو مسن سړي د عمر د اوږودوالي راز څه دی؟


 ۱۱۱ کلن بریتانوی جان الفریډ ټینیس ووډ
۱۱۱ کلن بریتانوی جان الفریډ ټینیس ووډ

د نړۍ تر ټولو بوډا سړی وايي چې په ټول عمر کې یې اعتدال ساتلی او هېڅکله یې د کبانو او چپس له خوړلو پرته ورځ نه ده تېره کړې.

بریتانوی جان الفریډ ټینیس ووډ ۱۱۱ کلن دی او د نړې د تر ټولو ژوندي مسن شخص بلل کېږي. د ګینس د نړیوالو ریکارډونو کتاب یې له هغه وروسته د تر ټولو مسن شخص په توګه نوم ثبت کړ، چې د وینزویلا اوسیدونکی هوان ویسنتی پریز، چې د نړۍ ترټولو مسن شخص پېژندل شوی و، د ۱۱۴ کلونو په عمر مړ شو.

جاپانی ګیسبورو سونوبي، چې تر ټولو دوهم بوډا کس و، د ۲۰۲۴ کال د مارچ په ۳۱ مه د ۱۱۲ کلونو په عمر ومړ.

جان الفریډ ټینیس ووډ د پنجشنبې په ورځ، د اپریل په څلورمه، د انګلستان په شمال لویدیز سوټپورټ ښار د مسنو خلکو د ساتنې په یو کور کې د نړۍ د ترټولو مسن سړي د ګینس سند ترلاسه کړ.

ډینس ووډ د ۱۹۱۲ کال د اګست په ۲۶ د بریتانیا په لیورپول کې زیږیدلی دی. هغه د دوو نړیوالو جګړو شاهد دی او په دوهمه نړیواله جګړه کې یې د بریتانیا په پوځ کې دنده ترسره کړه.

دغه متقاعد محاسب وویل چې اعتدال د سالم ژوند کیلي ده. هغه هیڅکله سګرټ نه څکوي، په ندرت سره الکول څښي او ځانګړي رژیم نه تعقیبوي، خو هغه په اونۍ کې یو ځل د کب او چپس خوړل نه هیروي.

ټینیس ووډ د ګینیس د نړیوال ریکارډ کارکوونکو ته وویل: "که ډیر شراب وڅښئ یا ډیره ډوډۍ وخورئ یا ډیر وګرځئ - که تاسو هر څه له حده زیات وکړئ - نو په پای کې به زیان وګورئ."

خو هغه زیاته کړه: "دا یوازې یو فرصت دی. تاسو یا اوږد ژوند کوئ یا لنډ ژوند کوئ، په دې اړه څه نه شی کولای."

په نړۍ کې تر ټولو زړه ژوندۍ ښځه امریکايي ماریا برانیاس موررا ده چې د ۲۰۲۴ کال د مارچ په څلورمه یې خپله ۱۱۷مه کلیزه ونمانځله.

موررا یو کال وروسته له هغه زیږیدلی وه چې مور او پلار یې له اسپانیا څخه متحده ایالاتو ته کډوال شول.

ماریا تر ډېره د خپلې لور په مرسته د ټویټر له لارې خپل فکرونه شریکوي. هغې د خپل اوږد ژوند دلیل په "نظم، آرامۍ، د کورنۍ او ملګرو سره ښې اړیکې، د طبیعت سره اړیکه، عاطفي ثبات، د اندیښنې نه درلودل، پښیماني نه درلودل، ډیر مثبت فکر کول، او د زهرجنو (منفي) خلکو څخه لرې پاتې کیدو" پورې اړوند وګاڼه.

ماریا وايي: "زما په اند اوږد عمر د نېکمرغۍ په معنی دی. "

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG