د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د نایجر څخه خپل سرتیري باسي


ټاکل شوې چې متحده ایالات د نایجر څخه خپل څه د پاسه ۱۰۰۰ سرتیري چې د دې هیواد په دوو نظامي اډو کې پراته دي، وباسي.

یوې سرچینې چې د موضوع په هکله معلومات لري، جمعه اپریل ۱۹ (وري ۳۱) امریکا غږ ته وویل چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال کورټ کمیپبیل او د نایجر مشرانو تر منځ پدې هکله موافقه شویده.

متحده ایالاتو د نایجر په مرکزي برخه کې د ۲۰۱ هوایي اډې کې سرتیري درلودل چې امریکایي ځواکونو له همدې اډې څخه د ۲۰۱۸ کال راهیسې د اسلامي دولت یا داعش ډلې په وسله والو او د جماعت الاسلام والمسلمین په نامه د القاعده شبکې پورې تړلې ډلې باندې د ساحل په سیمه کې د بې پیلوټه یا ډرون الوتکو بمباري کوله.

دې نظامي اډې د متحده ایالاتو لپاره څه باندې ۱۰۰ ملیونه ډالر لګښت درلود.

سرچینې پرته لدې چې نور جزیات ورکړي د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته ویلي چې ښایي په راتلونکو ورځو کې د امریکایي ځواکونو د وتلو په څرنګوالي خبرې پیل شي.

سره لدې چې د نایجر پخواني حکومت د متحده ایالاتو او فرانسې سره مهمه امنیتي همکاري درلوده خو تیر کال پوځ پدې هیواد کې تر کودتا وروسته واک تر لاسه کړ او د دې هیواد نویو چارواکو په بارکینا فاسو او مالي کې د نظامي واکمنانو سره لاس یو کړ چې هغوي هم په کودتا کې حکومتي چارې اخیستي دي، او د غربي هیوادونو سره یې نظامي تړونونه پای ته رسولي.

نایجر د لویدیځې افریقا هیوادونو اقتصادي او سیاسي بلاک هم پریښی او پداسې حال کې یې د روسیې سره اړیکې تودې کړي او د نظامي سلاکاران یې د پوځي روزنې لپاره ورغوښتي چې مسکو په ګاونډي هیواد اوکراین د یرغل له کبله د غربي هیوادونو د سختو بندیزونو لاندې دی.

سره لدې چې متحده ایالات به خپل سرتیري باسي، خو دې سرچینې ویلي چې د نایجر سره د امریکا اقتصادي او دیپلوماتیکې اړیکې پخپل حال پاتې وي.

دې سرچینې د امریکایي سرتیرو وتلو د نیټې په هکله څه ندي ویلي خو د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په راپور کې ویل شوي چې ښایي څه د پاسه ۱۰۰۰ امریکایي سرتیري به په راتلونکو څو میاشتو کې د نایجر څخه ووځي.

د نایجر نظامي واکمنانو تیره میاشت وویل چې یو تړون یې په سمدستي توګه باطل کړ چې له مخې یې د متحده ایالاتو د دفاع وزارت نظامي او ملکي پرسونل ته پدې هیواد کې د پاتې کیدو اجازه ورکول کیده.

سلګونو کسانو تیره اوونۍ د نایجر په پایتخت مظاهرې هم وکړلې او د نظامي واکمنانو د پریکړې څخه وروسته یې د امریکایي سرتیرو د وتلو غوښتنه کوله.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG