د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د ایران ضبط شوې وسلې اوکراین ته ولېږلې


امریکايي ځواکونو ویلي دا وسلې یې د ایران د سپاه انقلاب ځواکونو له خوا په یمن کې حوثي یاغیانو ته د لیږدول کیدو پر مهال نیولي دي.
امریکايي ځواکونو ویلي دا وسلې یې د ایران د سپاه انقلاب ځواکونو له خوا په یمن کې حوثي یاغیانو ته د لیږدول کیدو پر مهال نیولي دي.

د متحده ایالاتو پوځ د سه شنبې په ورځ اپریل ۹ (وري ۲۱) وویل د ایران هغه وسلې او مهمات یې اوکراین ته لیږلي چې په یمن کې حوثي یاغیانو ته د لیږدېدو پر وخت ضبط شوي وو.

دا وسلې او مهمات تېره اونۍ په داسې حال کې اوکراین ته لیږل شوي چې کیف ویلي د روسیې د یرغل په خلاف په جګړه کې د وسلو له کمښت سره مخامخ دی او له دغه هېواد سره د امریکا د میلیاردونو ډالرو د مرستو لایحه په کانګرس کې په خبرو کې بنده پاتې ده.

د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ وویل: "د امریکا حکومت لږ تر لږه ۵۰۰۰ کلاشنکوفونه، سنایپر ټوپکونه، راکټ لانچرونه او له ۵۰۰ زرو زیاتې ۷.۶۲ ملي متره مرمۍ د اوکراین پوځ ته ولیږلې... دا وسلې به له اوکراین سره د روسیې په خلاف له خپل ځان څخه په دفاع کې مرسته وکړي."

مرکزي قوماندانۍ وویل چې دا وسلې او مهمات د ۲۰۲۱ کال د می او ۲۰۲۳ د فبروري تر منځ په څلورو مختلفو کښتیو کې د ایران د سپاه انقلاب ځواکونو له خوا په یمن کې حوثي یاغیانو ته د لیږدول کیدو پر مهال نیول شوي دي.

حوثي یاغیان د ۲۰۲۳ کال د نومبر راهیسې، له فلسطینیانو سره د پیوستون ښودلو په موخه د عدن په خلیج او سره سمندر کې کښتۍ په نښه کوي. د حوثي یاغیانو بریدونه د نړیوالۍ سوداګرۍ په دغه مهم مسیر کې ستره امنیتي ننګونه بلل شوې ده.

د امریکا د اردو مرکزي قومندانۍ په بیان کې ویل شوي: "له وسله والو ډلو څخه د ایران ملاتړ نړیوال او سیمه ایز امنیت، زموږ ځواکونو، ډپلوماتیک پرسونل او د سیمې د خلکو او همدارنګه زموږ د شریکانو لپاره ګواښ دی. موږ به تر خپلې وسې هر هغه څه ته دوام ورکړو چې د ایران د بې ثباته کولو فعالیتونو مخنيوی کوي."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG