د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا فدرالي محکمې د امریکا نه د یو افغان د ایستلو مخه ونیوله


دا لومړی ځل دی چې امریکایي مقامات د متحده ایالاتو نه د مهاجرت د خاصې ویزې د یو لرونکی شخص د ایستلو هڅه کوي
دا لومړی ځل دی چې امریکایي مقامات د متحده ایالاتو نه د مهاجرت د خاصې ویزې د یو لرونکی شخص د ایستلو هڅه کوي

د امریکا د متحده ایالاتو یوې فدرالي محکمې د چهارشنبې په ورځ د امریکا نه د یو افغان د ایستلو مخنیوی وکړ. دا افغان چې د امریکا د مهاجرت ادارې غوښتل له هیواد نه بیرته وشړي، د مهاجرت په خاصې ویزې متحده ایالاتو ته راغلی و.

د واشنگټن پوست ورځپاڼې په وینا څو ساعته دمخه تر دې چې د امریکا د مهاجرت د ادارې مامورین یو افغان چې د مهاجرت ځانگړې ویزه یې درلوده بیرته افغانستان ته واستوي، د امریکا د استناف یوې محکمې د وکیلانو په غوښتنه دې افغان ته په امریکا کې د موقتي اوسیدنې اجازه ورکړه.

دا د ځانگړې ویزې لرونکي یو افغان لومړنۍ قضیه ده چې رامنځ ته کیږي. څو ورځې دمخه هم یوه پنځه کسیزه افغانه کورنۍ چې د SIV یا مهاجرت خاصه ویزه یې درلودله د لاس انجلس په هوایي ډگر کې وینول شوه او څو ورځې وروسته د پراخو پلټنو وروسته بیرته خوشې کړای شوه.

د مهاجرو سره د مرستې د نړیوالې پروژې وکیله الیزابت فویډل وایي، د کورني امینت د وزارت مامورینو دغه شخص هغه وخت ونیو چې د دوشنبې په شپه د نیوجرسي ایالت د نیوارک نړیوال هوایي ډگر کې ښکته شو. ددې افغان هویت د وکیلانو په غوښتنه نه دی څرگند شوی.

د خاصې ویزې پروگرام د یوې لسیزې راهیسې افغانانو او عراقیانو ته په پام کې نیول شوی دی
د خاصې ویزې پروگرام د یوې لسیزې راهیسې افغانانو او عراقیانو ته په پام کې نیول شوی دی

میرمن فویډل وایي د مهاجرت د ادارې مامورینو دغه ٢٥ کلن افغان ٣٦ ساعته پرته له دې چې وکیل ته لاس رسی ولري، توقیف کړی و. حکومت وایي هغه په دغه موده کې په پخپله خوښه امریکا ته د ننوتلو غوښتنلیک بیرته اخیستی دی. د امریکا د بهرنیو چارو وازرت هم د امریکا گمرکاتو او سرحدونو د چارو د تنظیمونکې ادارې د مامورینو په غوښتنه د سه شنبې په شپه د هغه ویزه باطله کړې ده.

ددې افغان وکیلې میرمن فویډل ویلي دي چې د هغه موکل په بشپړه توگه امریکا ته د ننوتلو د غوښتنلیک د بیرته اخیستلو په عواقبو نه پوهیده.

د SIV په نامه خاصه ویزه هغو افغانانو او عراقیانو ته ورکول کیږي چې د خطر په قبولو سره لږ تر لږه د یو کال لپاره د امریکایي ځواکونو سره کار کړی وي او یا هم لږ تر لږه د یو کال لپاره یې د امریکا د متحده ایالاتو حکومت ته "صادقانه او ارزښتناکه خدمتونه" کړي وي.

دا په داسې حال کې دي چې د امریکا د سنا مجلس جمهوري غوښتونکو او دموکراتانو سناتورانو د چارشنبې په ورځ یوه لایحه وړاندې کړه چې هغو افغانانو ته د امریکا د ویزو شمیره زیاته کړي چې په افغانستان کې یې د امریکایي ځواکونو سره د ترجمانۍ په څیر دندو کې مرستې کړې ده.

دغه نوې لایحه هغو افغانانو ته د ٢٥٠٠ نورو اضافي SIV یا خاصو ویزو غوښتنه کوي چې د خطر په قبلولو سره یې د امریکایي ځواکونو سره مرسته کړې ده.

سناتور جان مکن چې د څو تنو نورو سناتورانو سره یوځای یې دغه لایحه وړاندې کړې ویلي دي چې "د هغو افغانانو له مرستې پرته چې د امریکایي سرتیرو او دیپلوماتانو سره د مرستې لپاره یې ځانونه په خطر کې اچوي، نشو کولای په افغانستان کې جنگ وگټو".

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس دونالد ټرمپ د دوهم اجرایي فرمان په ترڅ کې د شپږو اکثریت مسلمان میشته هیوادونو ایران، سوریې، لیبیا، سوډان، سومالیا او یمن وگړو ته د امریکا د ویزې ورکړه په موقتي توگه بنده کړه.

XS
SM
MD
LG