د لاس رسي وړ اتصالات

چین کې له کرکې ډکې انټرنیټي ویناوې د اسلام ضد احساسات پاروي


د ننگانگ زوړ جومات بنسټ په ١٧٨٠ لسیزه کې د هوی په نامه د چېن مسلمانې اقلیتي ټولنې ایښی
د ننگانگ زوړ جومات بنسټ په ١٧٨٠ لسیزه کې د هوی په نامه د چېن مسلمانې اقلیتي ټولنې ایښی

د چین د مرکزي سیمو په ټولنیزو رسنیو کې د مسلمانانو ضد پیغامونه ددې سبب شوی چې په ښار کې د یو جومات د جوړولو سره مخالفت وشي.

د مرکزي چین د کورونو خاوندان چې د سیمې منځنۍ طبقه خلک دي، نه غواړي چې په گاونډ کې یې د ننگانگ په نامه نوی جومات جوړ شي.

د جومات د جوړیدو سره دغه مخالفت په چټکۍ پراخ شوی او بده بڼه یې غوره کړې ده. یو له دغو ناوړه چلندونو څخه د جومات د جوړیدو په ساحه کې د یو خوگ د سر ښخول وو. سر بیره پر دې په لسگونو کسانو مظاهرې کړي او د جومات له جوړیدو سره یې خپل مخالفت څرگند کړی دی.

د جومات امام تاو ینگشنگ، وایي په لیکنو کې ورته د مرگ گواښونه شوي دي "که د کورنۍ کوم کس دې مړ شو، زه ورته تابوت لرم – او که ضرورت و له یو څخه زیات تابوتونه هم شته".

ددغه جومات سره مخالفت دا حقیقت په ډاگه کوي چې په چین کې په انټرنیټ او ټولنیزو رسنیو کې د اسلام ضد احساسات څومره په چټکۍ پراخیږي او قومي او مذهبي تاوتریخوالي ته لمن وهي.

دغه حالت د چین واکمن کمونیست گوند ته هم د یوې نه حل کیدونکې معما بڼه غوره کړې ده چې د کلونو راهیسې یې په انټرنیټ کې د اسلام ضد احساساتو خپرولو ته اجازه ورکړې ده ترڅو د شنجیانگ په لېرې پروت ولایت کې د اسلامپالو له لورې د رامنځ ته شویو گواښونو په وړاندې مبارزه وکړي.

د سیمې له خلکو سره مرکې او د ټولنیزو رسنیو له څیړلو نه ښکاري چې د سیمې د څو تنو مالکانو آنلاین شکایتونو څنگه وکړی شول چې دغه د کرکې کمپاین په چټکۍ سره پراخ شي. د اسوشیتید پرس اژانس لیکي چې علت یې ٢٥٠٠ کیلو متره وړاندې په شنجیانگ کې د چین د پروپاگند د ادارې د یو چارواکي یوه پارونکې آنلاین لیکنه وه چې د نوي کال په ورځ یې خلک د مسلمانانو په ضد مظاهرو ته راوپارول.

د وریښمو د لارې د سر جومات

د ننگانگ زوړ جومات بنسټ په ١٧٨٠ لسیزه کې د هوی په نامه د چېن مسلمانې اقلیتي ټولنې ایښی و چې د وریښمو د لارې پر سر آباد شوی چې د پیړیو په اږدو کې به سوداگرله دې لارې تیریدل. پدغه زوړ جومات کې د لسیزو راهیسې د سیمې د هوی د قبیلې شاوخوا ۴٥٠٠ کسان عبادت کوي.

دوی د لسیزو راهیسې غوښتل چې جومات یې له دې ځایه ښاري سیمې ته انتقال شي. په تیر نومبر کې د ښار پلان جوړونکو یوه سیمه دغې جومات ته ځانگړې کړه، خو د چین د هان نژاد اکثریت وگړي د هغه سره مخالفت کوي. دوی وایي چې دا جومات په هغه سیمه کې جوړیږي چې پارک ته ځانگړې شوې وه او ځنې بیا وایي چې ددې جومات جوړیدل د دوی امنیت ته گواښ رامنځ ته کوي.

ددغه جوکات جنجال د چین په ټولنیزو رسنیو کې د مخ په ودې اسلام ضد غورځنگ وروستی څرک دی.

اسوشیتید پرس وایي د هان نژدا د چین د نفوس ٩٥ فیصده دي، چې د اوږدې مودې راهیسې په چین کې د اوسیدونکو نورو اقلیتي قبیلو پر وړاندې ناوړه چلند کوي. د اسلام ضد احساسات په داسې وخت په چین کې مخ په زیاتیدو دي چې چنیانو ته داسې ښودل کیږي چې په اروپا کې ترهگریز بریدونه مسلمانان کوي او د چین په شنجیانگ ولایت کې تاو تریخوالی ددې هیواد د مسلمان اقلیت کار دی.

خو د ننگیانگ د جومات امام وایي "زه د سیمې اوسیدونکي نه ملامتوم، ځکه زه باور لرم چې هغوی هڅول شوي دي". امام تاو ینگشنگ وایي مسلمانان پاک او سوله خوښونکي خلک دي او "مونږ پوره زغم لرو او ښه چینایان یو".

XS
SM
MD
LG