د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ وایي چې اجرائیه فرمان یې په دین پورې اړه نه لري


خلکو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د فرمان خلاف د یکشنبې په ورځ پراخې مظاهرې وکړلې
خلکو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د فرمان خلاف د یکشنبې په ورځ پراخې مظاهرې وکړلې

چارواکي وايي تراوسه لږترلږ ۱۷۰ کسان د جمهور رئیس ټرمپ د فرمان له مخې توقیف شوي دي. فرمان د جمعې په ورځ د جنوري په ٢٧ مه صادر شو

د متحدو ایالتونو جمهور رئیس، ډانالډ ټرمپ وایې چې د مهاجرت په اړه یې اجرائیوي فرمان په دین پورې اړه نه لري. ددې فرمان مهم مقصد دادی چې امریکا له ترهګرو نه په امن کې وي.

ولسمشر ډانلډ ټرمپ د اجرایوي فرمان له لاسلیک نه وروسته خوشال دی
ولسمشر ډانلډ ټرمپ د اجرایوي فرمان له لاسلیک نه وروسته خوشال دی

ددغه فرمان تر لاسلیک وروسته اوس هم په کور دننه او بهر خلک غبرګون ښیې او د اعتراض په دود لاریونونه کوي. اوس داسې ښکاري چی ددې فرمان په تړاو سپېنې ماڼۍ خپل دریځ نرم کړی دی.

که څه هم د مشخصو هیوادونو نه ېې خلکو ته د ویزې په ورکولو کې د ۹۰ ورځو بندیز پرځای ساتلی او د ګڼ شمیر نورو هیوادونو خلکو ته ېې د ویزې په صدور کې شرایط سخت کړي. سپینه ماڼۍ وایي چې د څلویښتو نه ډیر هغه هیوادونه پدې بندیز کې ندي متاثر شوي چې اکثریت مسلمانان پکې دي. خو خبره داده چې د فرمان تطبیق شروع شوې دی.

ددغه فرمان تر لاسلیک وروسته اوس هم په کور دننه او بهر خلک غبرګون ښیې او د اعتراض په دود لاریونونه کوي. اوس داسې ښکاري چی ددې فرمان په تړاو سپېنې ماڼۍ خپل دریځ نرم کړی دی.

د امریکا د هوایي ډګرونو مسؤلینو د جمهور رئیس ډانالدټرمپ د هغه اجرایوي فرمان تطبیقول پیل کړيدي چې هدف يي متحده ایالاتو ته د ترهگرانو د ور ننوتلو مخنیوی دی. د شنبې او یکشنبې په ورځو کې په شلگونو کسان په هوایي ډګرونو کې توقیف شول. له دې سره سم په مختلفو ښارونو کې، په زرګونو خلکو سختې مظاهرې هم وکړې.

فاطمه عبدالقسیم له سوډان نه امریکا ته راتله، خو پهقطر کې پرینښودل شوه چې الوتکې ته وخیژي. هغې وویل که که امریکا د بشري حقونو مدافع ده، نو زمونږ حق دی هم په پام کې ونیسي.

سپینه ماڼۍ د جمهور رئیس ټرمپ د اجرایوي فرمان په دفاع کې وایي دوی یو هدف لري او هغه دا چی په دې ډاډه شو چی هغه خلک چې دلته راځي سممقصد ولري او مونږ ته زیان را ونه رسوي.

خو د یوشمیر ایالتي محاکمو حکمونو د مدني حقونو ډلو ته یوه مقدماتي بریا په برخه کړې ده.

دهغوی پیغام په دې تړاو ډیرساده دی " دا اجرایوي فرمان د امریکا اصلیت نه څرگندوي. دا مطلق غیرقانوني حکم دی".

ولسمشر ډانلډ ټرمپ په واشنگټن کې په سپینه ماڼۍ کې خبرې کوي
ولسمشر ډانلډ ټرمپ په واشنگټن کې په سپینه ماڼۍ کې خبرې کوي

خو په خپله ولسمشر ټرمپ وايي" دا د مسلمانانو مخنوی ندی. خو مونږ ورته په بشپړه توگه ځان چمتوکړی او ښه نتیجه ورکوي".

خو د ټرمپ سیاسي رقیبان بله اندیښنه لري. ډموکرات استازی سېت مولټن وايي " ټرمپ چې څه کوي هغه زمونږ ملي امنیت خرابوي. پدې کار سره زمونږ پرضد بریدونه کیدلی شي. د داعش ډله همدا اوس دا بندیز د تبلیغاتو په توګه کاروي."

د ملګروملتونو د مهاجرینو د چارو ادارې او د نړیوال مهاجرت سازمان د هغو مدني فعالانو د لویو سازمانونو سره همغږي شوي چې د امریکا د حکومت په نوي فرمان انتقاد کوي.

د اوه هیوادونوعراق، سوریې، ایران، یمن، سوډان، لیبیا اوسومالیا اتباع چې ګرین کارتونه یا د امریکا د دایمې استوګنې قانوني اسناد ولري، هغوئ پدې موقتي بندیز کې ندي شامل.

XS
SM
MD
LG