د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایي، جرمني او ایټالوي پوهانو د فزیک د نوبل جایزه وګټله


امریکایي سیوکورو مانابه، جرمني کلاوس هاسلمن او ایڼالوي جورجیو پاریسي د اقلیم د موډل د جوړولو او د فزیکي سیستمونو د درک کولو لپاره په ګډه د ۲۰۲۱ کال د فزیک د نوبل جایزه وګټله.

د نوبل جایزې کمیټې نن د اکتوبر په پنځمه (تلې ۱۳) وویل چې د ګټونکو نومونه پداسې حال کې اعلان شول چې ټاکل شوې په څو راتلونکو اونیو کې په سکاټلنډ کې د اقلیم د بدلون او د ځمکې د ګرمیدو په اړوند نړیواله غونډه وشي.

۹۰ کلن جاپاني الاصله امریکایي پوهاند مانابه او ۸۹ کلن جرمني پوهاند هاسلمن د ۱.۱ میلیون ډالرو د جایزې نیمه برخه سره ویشي، خو ۷۳ کلن ایټالوی پوهاند پاریسي ددې جایزې نیمایي برخه ځانته ترلاسه کړه. هغه د فزیکي سیستمونو د اختلانونو او نوساناتو په متقابل اثر باندې د څیړنو لپاره دا جایزه ګټلې ده.

د نوبل کمیټې وویل چې مانابه او هاسلمن "د ځمکې د اقلیم او پر بشریت باندې یې د اغیز د څرنګوالي په هکله زمونږ د درک بنسټ کښیښود".

د ځمکې د اوزون د سطحې د سوري په اړه پخوانیو څیړنو په ۱۹۹۵ کې د فزیک او کیمیا د نوبل جایزه ګټلې وه.

تیر کال د نوبل د جایزو د ورکولو مراسم د کروناویروس د خپریدو په وجه ځنډیدلي وو، خو سږکال د نوبل جایزو د انتخاب او څیړنو ټول بهیر د کروناویروس تر سیوري لاندې ترسره شو.

ټاکل شوې چې کیمیا د نوبل جایزې ګټونکي د چهارشنبې په ورځ اعلان شي. د ادبیاتو جایزې کټونکي به د پنجشنبې په ورځ او د سولې د نوبل جایژې وړونکي او یا وړونکی به د جمعې په ورځ اعلان شي.

همداشان د اقتصاد د نوبل جایزه به د دوشنبې په ورځ اکتوبر ۱۱ اعلان شي.

XS
SM
MD
LG