د لاس رسي وړ اتصالات

دوو امریکایانو د نوبل د اقتصادي‌ علومو جایزه وګټله


د اقتصادي علومو د نوبل د جایز ګټونکي
د اقتصادي علومو د نوبل د جایز ګټونکي

د نوبل د اقتصادي علومو د ۲۰۲۰ جایزه نن دوشنبه اکتوبر ۱۲ (تلې ۲۱) دوو امریکایي اقتصاد پوهانو ته ورکړل شوه.

د سویډن شاهي اکاډمي وايي چې دغو امریکایي اقتصاد پوهانو پاول ملګروم او رابرټ ویلسن ته یې له دې کبله دا جایزه ورکړه چې هغوی په اقتصادي مارکیټ کې د «بولي (auction) نظریه لا غوړولې او د بولې د جوړښتونو په اړه یې نوي ابتکارات کړي‌ دي.»

دا جایزه له ۱۹۶۸ کلونو راهېسې د اقتصاد د برخې پوهانو ته ورکول کیږي. د سویډن مرکزي‌ بانک دا جایزه د «الفرید نوبل» د ۳۰۰تلین په مناسبت راوویستله.

تر دغې جایزې مخکې د نوبل د ۲۰۲۰ د طب جایزه دوو امریکایانو او یو برتانوي ته ورکړل شوه وه. دوی د تور زېړي ویروس کشف کړی او د درملنې لپاره یې وړاندیزونه کړي وو.

د فزیک جایزه یو امریکایي، یو برتانوي او یو جرمن ساینسپوه ته ورکړل شوه. هغو د تور غار په اړه کشفیات کړي وو.

د کیمیا د نوبل جایزه یو فرانسوي او یو امریکايي‌ وګټله. دوی د «ډي ان ای» د ایډیټ یوه نوې لاره اختراع کړې ده.

د ادب جایزې یو امریکایۍ شاعرې ته ورکړل شوه او د سولې د نوبل جایزه د نړۍ د خوراک سازمان ته ورکړل شوه.

د دغو جایزو سره هر ګټونکي ته مالي‌ امتیازات هم ورکړل شوي ‌چې څه باندې یو میلیون ډالر کیږي.

XS
SM
MD
LG