د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه: منځنۍ اسیا ته اصلي ګواښونه له افغانستان څخه دي


عکس- ارشیف
عکس- ارشیف

د روسیې دفاع وزیر د دغه هېواد له جګپوړو پوځي چارواکو سره په کتنه کې، له افغانستان څخه منځنۍ اسیا ته د سخت دریځو ډلو په تېره بیا د داعش ‌ډلې د ګواښونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د تاس خبري اژانس د خبر په حواله، د سه شنبې په ورځ، فبرورۍ ۲۷ (کب اتمه) پدغه کتنه کې د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویګو وویل: " د منځنۍ اسیا وضعیت لا هم پیچلی دی او اصلي ګواښونه له افغانستان څخه دی."

نوموړي همدارنګه ویلي، چې د اسلامي دولت ډلې (داعش) خراسان څانګې، تېر کال د خپلو جنګیالیو شمېر ۱۵ سلنه زیات کړی دی.

د روسیې د دفاع وزیر په وینا، داعش په منځنۍ اسیا کې د خپلو افراطي افکارو د خپرولو او د ګډ امنیتي تړون سازمان په جنوبي پولو کې د تخریبي فعالیتونه د پیلولو په لټه کې دي.

سرګي شویګو د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې ویلي چې د اټکلونو له مخې، د نشه یي توکو تولید او بیا د افغانستان له لارې د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د هغې قاچاق ۲۰ سلنه زیات شوی دی.

د روسیې د دفاع وزیر ددغو څرګندونو په اړه په افغانستان کې د طالبانو حکومت تر اوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې وړاندې یې ویلي وو، چې داعش په افغانستان کې ځپل شوی دی.

تر دې مخکې د ګډ امنیتي تړون سازمان تر ټولو جګپوړي پوځي چارواکي اندري سردیوکوف هم د تاجیکستان او افغانستان پولو ته څېرمه د اسلامي دولت ډلې (داعش) او د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د وسله والو د حضور د زیاتوالي په اړه خبرداری ورکړی و.

د ګډ امنیتي تړون سازمان مقاماتو دا هم ویلي، چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د روزنیزو کمپونو شبکه او د بهرنیو جنګیالیو شتون د دغه هېواد په شمالي ولایتونو کې پراخ شوی دی.

نږدې دوه اونۍ وړاندې، د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یو راپور کې ویلي و، چې طالبانو له القاعده شبکې سره نږدې اړیکې ساتلې او د دغه راپور پر بنسټ، القاعده په افغانستان کې اته، نوي روزنیز مرکزونه جوړ کړي دي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په دغه راپور کې دا هم ویلي، چې داعش لا هم د افغانستان او سیمې لپاره یو ګواښ دي، په تیره بیا په افغانستان کې چې شیعه مذهبه، ولسي وګړي او طالبان په نښه کوي.

په دغه راپور کې دا هم ویل شوي چې په افغانستان کې د داعش خراسان څانګې د هغو طالب جنګیالیو د جذبولو تګلاره غوره کړې، کوم چې د دغې ډلې څخه ناهیلي شوي دي. سربیره پردې، داعش د بهرنیو جنګیالیو ګمارلو ته هم دوام ورکوي.

خو طالبانو هغه مهال د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دغه راپور رد کړ او دا یې د خپل حکومت پر ضد اوازې وبللې.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG