د لاس رسي وړ اتصالات

نیومن: د هبت الله اخندزاه ایډیولوژۍ د طالبانو د رسمیت پېژندو مخه نیولې


په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر رونالډ نیومن
په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر رونالډ نیومن

په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر رونالډ نیومن وايي، د ښځو پر کار او زده کړه باندې د طالبانو د حکومت بندیز ددغه ډلې د مشر هبت الله اخندزاده ایډیولوژیکي دریځ دی او ددې لامل شوی چې د طالبانو حکومت په نړیواله ټولنه کې په رسمیت و نه پېژندل شي.

له امریکا غږ سره په ځانګړې مرکه کې نیومن وویل، په امریکا کې د ټاکنو کال روان دی او تمه نه کیږي چې په نږدې راتلونکې کې د طالبانو په اړه د واشنګټن په دریځ کې بدلون راشي.

هغه وویل: "فکر نه کوم په نږدې راتلونکې کې طالبان په رسمیت وپیژندل شي. د سېمې د هیوادونو دریځ هم دا دی چې په رسمیت و نه پیژندل شي.‌"

طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې بیا واک ته ورسېدل او تراوسه یې حکومت د هیڅ کوم هیواد یا نړیوال سازمان له خوا په رسمیت نه دی پیژندل شوی. خو د چین په ګډون د سیمې یو شمېر هېوادونو د طالبانو له حکومت سره د تعامل پر اساس کابل ته دپلوماتان لیږلي او د طالبانو دپلوماتان یې منلي دي.

واک ته د بیا رسېدو وروسته طالبانو نجونې له شپږم ټولګې پورته ښوونځیو ته له تللو منع کړې او د ښځو پر کار او ټولنیز ژوندانه یې یو لړ بندیزونه ولګول. نړیوالې ټولنې له طالبانو څخه غوښتي دي چې پر ښځو او نجونو باندې لګول شوي بندیزونه لېرې کړي او دوی دا بندیزونه د طالبانو د رسمیت پېژندنې لپاره یو مهم شرط ګڼي.

'اخندزاده فکر کوي دا مقام خدای ورکړی'

نیومن له طالبانو څخه ددغو غوښتنو او نړیوالې ټولنې د فشار په اړه وویل: "موږ پوهیږو چې د طالبانو په منځ کې هم د میرمنو پر زده کړو او کار د محدودیتونو لګولو په اړه پوښتنې راولاړیږي، ‌خو دا یو ایډیولوژیکي دریځ دی چې د طالبانو د مشر هبت الله اخندزاده له خوا پرمخ وړل کیږي... زه نه پوهیږم چې فشار به پرې اغیز وکړي که څنګه، ځکه هغه فکر کوي چې دا مقام خدای ورکړی دی."

خو د طالبانو چارواکو له ښځو سره د چلند چاره د افغانستان داخلي مسئله بللې او ویلي یې دي چې دا ډله د ټولو هیوادونو سره ښې اړیکې غواړي او په کار دي چې هیوادونه هم په دې برخه کې خپل مکلفیتونه ترسره کړي.

پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل د ۴۴مې کلیزې په مناسبت طالبانو په یوه اعلامیه کې وویل: "اسلامي امارت د نړۍ د ټولو هیوادونو او له نږدې او لیرو اړخونو غواړي چې د اسلامي اصولو پر اساس د ښه او قوي اړیکو د ټینګیدو په برخه کې دې خپل مکلفیت ترسره کړي، ترڅو په سیمه او نړۍ کې د امن او هوساینې په برخو کې ټینګ ګامونه پورته شي او د تیر جنګ څخه زیږیدلې ګډوډي، ویجارتیا او نه باور له منځه لاړ شي."

د ملګرو ملتونو دریځ

ملګرو ملتونو په یوې تازه ارزیابۍ کې د طالبانو د حکومت په رسمیت پیژندلو موضوع د نړیوال تړون له مخې د افغانستان په مسؤلیتونو او ژمنو په عمل کولو پورې تړلی ده چې له مخې یې طالبان باید په سمدستي توګه د میرمنو د تعلیم او کار کولو په حقونو لګیدلي بندیزونه او محدودیتونه لیرې کړي.

ددغې ارزیابۍ دپاره ملګرو ملتونو د ترکیې د حکومت پخوانی چارواکی فریدون سينيرلي اوغلو ته دنده وسپارله. سينيرلي اوغلو ددې ارزیابۍ چمتو کولو لپاره د نومبر په میاشت کې په افغانستان کې د طالب چارواکو، په بهر کې میشتو افغانانو، سیمه ایزو او نړیوالو هیوادونو او ادارو د استازو سره وکتل چې د افغانستان سره سر او کار لري.

د ملګرو ملتونو په ارزیابۍ کې ویل شوي: " په هرو نړیوالو نظامونو او ادارو کې په رسمي توګه د افغانستان بیا ورګډیدل، د افغان میرمنو برخې اخیستنې او رهبریت ته اړتیا لري."

په راپور کې ویل شوي چې د طالبانو اوسنیو چارواکو کوښښ کاوه توجیه کړي چې د میرمنو او نجونو په کار او تعلیم دا بندیزونه او محدودیتونه د شریعت او افغان کلتور برخه ده خو د راپور له مخې، دا ډول بندیزونه د اسلامۍ همکارۍ سازمان په هیڅ غړي هیواد کې نشته.

په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر رونالډ نیومن وايي چې که طالبانو د میرمنو پروړاندې په خپلو تګلارو کې بدلون راوستی وای، کیدای شو د نړیوالې ټولنې لخوا د پام وړ بدلون راغلی وی او حکومت یې په رسمیت پیژندل شوی وای.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG