د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو یوې ښځې په ګډون نهه تنه په فاریاب او خوست کې عام محضر کې په درو وهلي


د طالبانو د حکومت سترې محکمې ویلي چې درې تنه یې د فاریاب په ولایت کې او شپږ تنه نور یې د خوست په ولایت کې په مختلفو تورونو په عام محضر کې په درو وهلي دي.

د طالبانو د حکومت سترې محکمې د دوشنبې په ورځ اپریل اول( وري۱۳) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د فاریاب په ولایت کې درې تنه چې د زنا د فعل ترسره کولو او د کور څخه په تیښتې تورن وو، ددغه ولایت د ښار د لومړنۍ محکمې او د دولت اباد د ولسوالۍ د لومړنۍ محکمې د حکم پر اساس د یکشنبې په ورځ په عام محضر کې ورته سزا ورکړل شوه.

په دې خبرپاڼه کې ویل شوي: "د یاد شویو تورنو له ډلې یو تن چې د زنا د فعل په ترسره کولو او یوې ښځې له کور څخه په تښتولو تورن و، د دوو کلنو او شپږ میاشتو تنفیذي بند سربیره د ۳۰ درو په وهلو هم محکوم شوي و."

همداشان د طالبانو د حکومت سترې محکمې په یوه بله خبرپاڼه کې د خوست په ولایت کې پر شپږ تورنو باندې د " تعزیري سزا" د تطبیق خبر ورکړی دی.

ددغې خبر پاڼې له مخې دغه شپږ تنه تورن د خوست ولایت د عامه امنیت د دیوان د ښاري لومړنۍ محکمې د حکم پر اساس فریبکارۍ باندې تورن وو په عام محضر کې هریو ته ۳۹ درې سزا ورکړل شوه.

د طالبانو د حکومت سترې محکمې ویلي چې په عام محضر کې د دغو سزاګانو د ورکولو پر مهال د دواړو ولایتونو قضايي، نظامي او ملکي مسوولین او عامو وګړو حضور لره.

د طالبانو د سترې محکمې له خوا تورنو ته په عام محضر کې د درو وهلو بهیر په داسې حال کې چټک شوی چې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده په یوه وینا کې چې د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي تلویزیون له لارې څو ورځې دمخه خپره شوه ویلي چې په افغانستان کې د زنا د فعل ترسره کیدو په صورت کې په علني ډول د ښځو د "سنګسارولو په ګډون د اسلام جزايي عدلي نظام" پلي کیدو ته ژمن دی.

د طالبانو مشر په دغه وینا کې د لویدیځو هیوادونو بشري حقونو او د ښځو په ازادیو هم انتقاد کړی او ویلي دي چې دیني عالمان به په دوامدار ډول د لویدیځ او د لودیځې نړۍ د دموکراسۍ پر وړاندې ودریږي. هغه ویلي چې دا دیني عالمان وو چې په افغانستان کې یې دیموکراسۍ د خاورو لاندې کړه.

طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د بیا رسیدلو وروسته په تیرو شاوخوا دوه نیمو کلنو واکمنۍ کې د ښځو په ګډون په سلګونو افغانانو ته په مختلفو تورونو د هغې له ډلې " اخلاقي جرمونو" په ورزشي ستډیومونو کې د زرګونو کسانو په حضور کې د دُرو سزا ورکړي دي او هم د طالبانو د حکومت سترې محکمې لږ تر لږه په دغه موده کې څلور تنه په عام محضر کې اعدام کړي دي.

د رواداري اداره چې په افغانستان کې د بشري وضعیت څارنه کوي په یو راپور کې ویلي چې په تیر ۲۰۲۳ کال کې په اتو ولایتونو کې ټول ۹۴۲ تنه په عام محضر کې په دُرو وهل شوي او هم د طالبانو محکمې د بامیان په ولایت کې د دوو تنو د سنګسار حکم صادر کړی دی.

په راپور کې ویل شوي: " طالبان په اکثرو مواردو کې په محدودو جرمونو باندې تورن کسان د نیولو سم لاسي وروسته پرته د هیڅ ډول پلټنې او د جرم د اثبات لپاره د دلایلو د راټولولو پرته په دُرو وهي".

روداري ویلي چې ددغه ډول سزا د ورکولو په تړاو په ځانګړي ډول د تعزیري جرمونو په برخه کې ډیر موارد شته چې طالبان هغه نه علني کوي او راپور یې نه ورکوي.

طالبان حکومت د نړیوالې ټولنې له خوا په عام محضر کې تورنو ته د تعزیري سزاګانو د بندیدو د غوښتنو سره سره په عام محضر کې دغسې سزاګانو تبیقولو ته دوام ورکړی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG