د لاس رسي وړ اتصالات

معترضو ښځو د طالبانو له زندانونو څخه د څارنې غوښتنه کړې


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

د ښځو د حقونو د یوې فعالې منیژه صدیقي د اعتراف وروسته د ښځو د حقونو خوځښتونو د هغې اعتراف جبري ګڼلی او په افغانستان کې د طالبانو تر کنټرول لاندې زندانونو څخه د څارنې غوښتنه کړې ده.

منیژه صدیقي د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په میاشت کې د طالبانو له خوا نیول شوې او د طالبانو د مشر د عکس د سوزولو په جرم په یو کال او شپږ میاشتو بند محکومه شوې ده.

په دې وروستیو کې د طالبانو په زندان کې د میرمن صدیقي د شکنجې او وهلو ټکولو په اړه راپورونه ورکړل شوي دي.

د افغان میرمنو د اعتراضې غورځنګونو او د بشري حقونو د سازمانونو د عدالت غوښتنې د کمپاینونو وروسته طالبانو د پنجشنبې په ورځ اپریل څلورم ( وري ۱۶) د څرخي پله په زندان کې میرمن صدیقي ته یو خبري کنفرانس ترتیب کړی و چې په کې هغې وویل چې په زندان کې شکنجه شوې نه ده او روغتیايي وضعیت یې هم ښه دی.

په دغه خبري کنفرانس کې منیژه صدیقي وویل چې دا بې ګناه ده او د کوچني اختر پورې یې د زندان څخه د خوشې کیدو غوښتنه وکړه.

د ارغواني شنبې د ورځو غورځنګ په یوه اعلامیه کې د میرمن صدیقي دا څرګندونې د هغې د جبري اعتراف په معنی ګڼلي دي.

دغه غورځنګ ویلي چې د طالبانو ډله د ځواب ویلو پر ځای د افغانانو پر وړاندې جنایات او ظلم الهام د ایران د رژیم څخه اخیستی او له بندیانو په جبري ډول اعترافونه اخلي.

دغه غورځنګ ویلي: " [طالبان] د منیژ صدیقي څخه په جبري او بنسټیز شوي اعتراف، چې پخپله ددغې معترضې میرمن لپاره یو ډول روحي شکنجه ده، هڅه کوي چې د افغانستان د خلکو په ځانګړي ډول د ښځو په منځ کې ویره خپره کړي. په زندان کې د یوې ښځې څخه په جبري ډول اعتراف اخیستل په داسې حال کې چې دا میرمن د څارنې لاندې وي د ټولو اسلامي او انساني ارزښتونو په خلاف دي او ددې ډول اقدام تصور د طالبانو له تروریستي ډلې څخه کیږي".

دغه غورځنګ د طالبانو زندانونه د بندیانو په ځانګړي ډول د ښځو لپاره د شکنجې د ورکولو د ځایونو په توګه یاد کړي او ددغو زندانونو څخه د څارنې غوښتنه یې کړې ده.

د ارغواني شنبې د ورځو غورځنګ د طالبانو په بند کې د سیاسي بندیانو، خبریالانو، پخوانیو پوځیانو، مدني او بشري حقونود فعالانو په فوري ډول د خوشې کیدو غوښتنه کړې ده.

دغه غورځنګ ویلي: " د بشري حقونو د سازمانونو، د اعتراضې خوځښتونو، ملګرو ملتونو څخه غواړو ترڅو پر طالبانو باندې د لا زیاتو فشار په راوړلو سره د دغې ډلې له زندانانو څخه د څارنې زمینه برابره کړي".

په عین وخت کې پخپله د ټوکیدلي معترضو ښځو غورځنګ په نوم د ښځو یوې بلې ډلې ویلي چې د منیژه صدیقي څخه اخیستل شوی اعتراف په جبري ډول اخیستل شوی او دا ډول اعتراف اخیستل په داخلي او نړیوالو قوانینو کې نه یوازې دا چې هیڅ اعتبار نلري، بلکې د داسې اعتراف اخیستل جرم هم ګڼل کیږي.

دغه غورځنګ هم په یوه اعلامیه کې ویلي چې طالبانو د ښځو پر وړاندې د خپلو جنایتونو او د تاوتریخوالي ډکو اقداماتو د پټولو لپاره منیژه صدیقي جبري اعتراف کولو ته اړ کړې ده.

د افغان میرمنو دغه اعتراضي غورځنګ هم پرته د قید او شرط څخه د منیژه صدیقي د خوشې کیدو غوښتنه کړې او د بشري حقونو د ملاتړ له ملي او نړیوالو سازمانونو څخه یې غوښتي چې د طالبانو د جنایتونو پر وړاندې دې یوازې لیدونکې نه اوسي او چپ دې پاتې نشي.

ددې دمخه د بخښنې نړیوال سازمان په یو راپور کې ویلي و چې منیژه صدیقي په زندان کې حقوقي او روغتیايي اسانتیاو ته لاس رسی نلري.

ددغه سازمان په وینا : " میرمن صدیقي مدافع وکیلانو، کورنۍ سره په منظم ډول د لیدو کتو او روغتیايي مراقبتونو ته لاس رسی نلري".

د ملګرو ملتونو د یو راپور له مخې طالبانو حکومت او په ځانګړي ډول ددغه حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت او ددغه وزارت اړوند ادارو د ښځو د کار، زده کړو او د تګ راتګ په برخه کې د ازادۍ د محدودولو او بندیزونو لګولو اعلانولو ته دوام ورکړی دی.

ملګرو ملتونو ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د ښځو د حقونو د ملاتړو او د بشري حقونو د فعالانود نیولو لړۍ لا هم دوام لري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG