د کینیا په پلازمینې نیروبي کې د یوې الوتکې زده کوونکی پیلوټ او د هغه ښوونکی هغه مهال ووژل شول چې الوتکې یې د بلې مسافر وړونکې الوتکې سره په هوا کې ټکر وکړ.
د کینیا چارواکو وویل چې د سه شنبې په سهار مارچ پنځمه (کب ۱۵) د پیلوټانو د روزنې د یو مرکز الوتکه د "سفاري لینک" هوايي شرکت له یوې مسافر وړونکې الوتکې سره وجنګېدله.
د نیروبي د پولیسو مشر اډمسن بونګي دغه پېښه تائید کړه خو نور جزئیات یې ورنکړل.
فرانس پرس د نیروبي د پولیسو د یو بل راپور پر اساس خبر ورکړی چې، له پېښې وروسته مسافر وړونکې الوتکې ته امر شوی چې بیرته هوايي ډګر ته ستنه شي او پر ځمکه کښیني.
د سفاري لینک هوايي شرکت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په الوتکه کې یې ۴۴ کسان سپاره وه، او "له الوتلو لږ وروسته یې د یو زورور درز غږ واورېدل شو."
د خبرپاڼې له مخې، په دې پېښه کې د مسافر وړونکې الوتکې مسافرو او عملې ته زیان نه دی اوښتی.
په خبرپاڼه کې ویل شوي: "اړوندو ادارو ته خبر ورکړل شوی او د سفاري لینک هوايي شرکت سره په ګډه په دې اړه څېړنې کوي."
د "۹۹ فلاینګ" په نوم د پیلوټانو ښوونځي تائید کړې ده چې یوې الوتکې یې په هوا کې له بلې الوتکې سره ټکر کړی دی.
دغه ښوونځی چې په شخصي توګه او همدارنګه د هوايي شرکتونو دپاره پیلوټان روزي، د پیښې په اړه نور جزئیات ندي ورکړي.
د کینیا د ملکي هوايي چلند ادارې ویلي چې د پېښې د علت معلومولو لپاره یې پلټنې پیل کړې دي.
سفاري لینک د کینیا، ګاونډي تنزانیا او زنزیبار په ګډون ۱۸ هېوادونو او ښارونو ته الوتنې کوي.
فورم \ دبحث خونه